د ناټو د دفاع د وزيرانو غونډه په سلواکيا کې پيل کېږي.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-23 18:15:40

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ناټو د دفاع د وزيرانو غونډه د اکتوبر په دوه ويشتمه نېټه د سلواکيا په پلازمېنه براتيسلاوا کې پيل کېږي. د دغې دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې به د ناټو د اته ويشتو غړيو هېوادونو، د افغانستان په جګړه کې د نورو څوارلسو ګډون کوونکو هېوادونو او افغانستان د دفاع وزيران، د افغانستان د مسئلې په اړه د م م د سرمنشي ځانګړي استازی او د اروپايي ټولنې استازی د يو لړ ناستو په تر سره کولو سره د افغانستان جګړې په ګډون پر زياتو مسئلو بحث وکړي.

د دغې غونډې په پيل کې د ناټو وياند جېمس اپاسوری د غونډې د مضوعاتو او د ناټو د غوښتونکو برياليتوبونو په اړه معلومات ورکړل. د ده په وينا، د دغې غونډې په ترڅ کې به بېلا بېل برخه وال وزيران پر لاندينيو دريو مسئلو بحث وکړي.

لومړنۍ مسئله به د افغانستان د جګړې په اړه وی. د بېلا بېلو هېوادونو د دفاع وزيران به په عمده توګه د افغانستان د جنګي ستراتيژۍ د تنظيمولو په اړه په دغه هېواد کې د ناټو د ميشتو ځواکونو د تر ټولو لوړ پوړي قوماندان مک کرستال پر وړانديز بحث وکړي. د ستراتيژۍ د تنظيمولو مشخص محتويات دا دي: د وسله والو طالبانو د له منځه وړلو تر څنګ د افغانستان د ملي اردو او پوليسو د پياوړتيا او روزنې بهير چټک شي، څو چې دوی له ناټو څخه له طالبانو سره د پوځي مبارزې او د ملي امنيت د ساتلو دنده پر خپله غاړه واخلي. دغه تنظيمونه د افغانستان له جګړې څخه انکار او په شاتګ نه دی، د ناټو ځان ايستنه هم نه، بلکې له ناټو څخه د افغانستان خپل پوځ ته د دغه هېواد د جګړې دندې د ورسپارلو معنی ورکوي. نو د افغانستان د وسله وال پوځ د ځواکمنېدو لپاره د ناټو غړي هېوادونه بايد دغه هېواد ته د سرتېريو، مالونو او پيسو په ګډون زياتې سرچينې برابرې کړي. د ناتو سرمنشي راسموسن به د دغې غونډې په ترڅ کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړي چې د تورن جنرال مک کرستال وړانديز ومني، افغانستان ته نور زيات سرتېري ولېږي او زياتې پيسې هم ورکړي.

دوهمه مسئله به د ناټو بدلون وی. د ناټو بدلون له دوو اړخو څخه عبارت دی. لومړی، له نويو حالاتو سره سم ناټو د خپلو موخو او دندو بيا ټاکنې ته اړتيا لري يعنی د تش په نامه د ناټو نوې ستراتيژي ټاکنه. له بلې خوا د دغه سازمان د پوځي عملياتو په ترڅ کې د پانګو د کمښت ستونزه بايد ليرې شي. له دې امله چې د افغانستان جګړه لا تر اوسه روانه ده او ناټو به په راتلونکو څو کلونو کې نور پوځي عمليات تر سره کړي، نو اوس هر کال د دغه سازمان په پوځي عملياتو کې د هر غړي هېواد ورکوونکي پانګې له واقعي اړتيا نه څو سوه مليونه يورو کمې دي. د دې تر څنګ د ناټو په پوځ کې د هغو سرتېريو شمېر د عمومي شمېر له لس سلنې نه کم دی چې په نورو هېوادونو کې ميشت کېدای شي. سرمنشی راسموسن به د دغې غونډې په ترڅ کې له بېلا بېلو غړيو هېوادونو څخه د ورکوونکو پانګو او په نورو هېوادونو کې د خپلو ميشتو سرتېريو د زياتولو غوښتنه وکړي.

درېيمه مسئله به د توغنديو پر ضد د دفاعي سيستم جوړونه وی. د امريکا ولسمشر بارک اوباما په تېره مياشت کې په چک او پولنډ کې د توغنديو پر ضد د دفاعي سيستم د جوړولو په اړه د پخواني ولسمشر جورج بوش له پلان څخه د لاس اخيستلو اعلان وکړ او بيا يې په اروپا کې د توغنديو پر ضد د يو بل دفاعي سيستم د جوړولو په اړه يوه نوې لايحه خپره کړه. نو په دغه غونډه کې به د امريکا د دفاع وزير روبرت ګېتس د نورو هېوادونو د دفاع وزيرانو ته د دغې نوي لايحې د مشخصو محتوياتو او د امريکا د اړوندې موخې په اړه معلومات ورکړي څو چې دوی به په دې اړه بحث وکړي. د دغې مسئلې په اړه بحث تازه پيل کېږي، نو اټکل کېږي چې په دغه غونډه کې به په دې اړه هېڅ برياليتوب تر لاسه نه شي. خو سرمنشي راسموسن څرګنده کړې چې ناتو غواړي امريکا د توغنديو پر ضد خپل دفاعي سيستم د ناتو له ورته دفاعي سيستم سره يوځای کړي او روسيه هم د ياد شوي سيستم په جوړونه کې ګډون وکړي.

دغه غونډه په داسې حال کې تر سره کېږي چې د افغانستان سياسي حالت لا تر اوسه ډېر رڼه نه دی څرګند شوی، د امريکا ولسمشر به ژر افغانستان ته د نورو زياتو سرتېريو د لېږلو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي او د افغانستان په جګړه کې د اروپايي هېوادونو ملاتړ مخ په کمېدونکی حال کی دی. د خبري رسنيو په اند، د افغانستان د جګړې په مسئله کې په اروپا کې د امريکا ملګري هېوادونه نه غواړي لا نورې پيسې او سرتېري برابر کړي. نو ځکه د ځينو ګډو نظريو له تر لاسه کولو پرته به په دغه غونډه کې هېڅ کوم داسې واقعي برياليتوبونه رامنځته نه شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040