چين ته د نوي چين د جوړېدو د شپيتمې کاليزې د يادونې په اړه د نړيوالې سيالۍ د جايزه اخيستونکو سفر پيل شو.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-24 16:50:25

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، چين ته د نوي چين د جوړېدو د شپيتمې کاليزې د يادونې په اړه د نړيوالې سيالۍ د جايزه اخيستونکو سفر د اکتوبر په درويشتمه نېټه پرانيستل شو.

په همدې ورځ په دغه سيالی کې د ځانګړو جايزو لسو تنه اخيستونکو په شانګهای کې له نړيوال پولي مرکز څخه کتنه وکړه چې په چين کې تر ټولو ډېره لوړه وداني ده. بر سېره پردې، دوی د شانګهای ځانګړی خوراکونه وخورل. د افغانستان اوريدونکي غوث الدين فروتن له خپلو دوستانو سره د ټليفوني خبرې په ترڅ کې وويل چې شانګهای په دنيا کې يو ځانګړی جنت دی.

د مالوماتو له مخې، دغه سيالي د چين د نړيوالې راډيو لخوا د ٢٠٠٩ کال د جون له لومړی نېټې نه د سپتمبر تر لومړی نېټې پورې تر سره شوه. په دې موده کې د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو اوريدونکو په کې فعال ګډون کړي دي چې د ١٤٢ هېوادونو او سيمو څه باندې شپږ لکه او پنځوس زره ځوابي پاڼې اخيستل شوي دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040