په عراق کې د سختو چاودنو پېښې وشوې.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-26 19:26:21

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د عراق امنيتي حالات په لنډ مهالي ډول سره له ارامېدو وروسته يو ځل بيا له خرابوالي سره مخامخ شوي. د اکتوبر په پنځه ويشتمه نېټه د بغداد د ولايت والي ودانۍ، د موسول هوټل او د عراق د عدليې وزارت وادنۍ په جلا جلا توګه د موټرونو له بمي ځانمرګي چاودنو سره مخامخ وې چې له امله يې لږ تر لږه يو سل او اووه څلوېښت تنه وژل او شپږ سوه تنه نور ټپيان شوي دي. ياد شوي يو لړ چاودنې د عراق امنيتي حالاتو ته سخت ګواښونه پېښ کړي.

د همدې ورځې په سهار د بغداد د والي ودانۍ او د موسول هوټل لومړی له يوې چاودنې سره مخامخ و چې له امله يې لسګونه موټرونه ويجاړ شول. لس ثانيې وروسته په يوه لاره کې د عراق د عدليې وزارت په ودانۍ کې يوه بله چاودنه پېښه وشوه. ورپسی د عراق امنيتي ځواکونو سمدلاسه دغه ځای او شاوخوا لارې کلا بندې کړې او د اوروژنې موټرونو او امبولانسونو له ټپيانو سره په مرستې پيل وکړ.

په عراق کې د چين سفارت او په بغداد کې د سين هوا اژانس نماينده ګۍ هم په دغو چاودنو کې ويجاړې شوې چې د موسول په هوټل کې پرته ده. دغه راز د دغه هوټل په چيني رېسټورانټ کې دوه چيني هم اشپزان ټپيان شوي او اوس د درملنې په حال کې دی.

د اکتوبر د شپږويشتمې نېټې تر سهار وختي پورې هيچا او يا کومې ډلې د دغې چاودنې پړه پرغاړه نده اخيستې. خو د عراق د صدراعظم دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، ښايي چې ياد شوې چاودنې د هغې چاودنې د جوړونکو لخوا شوې چې د اګېست په نولسمه نېټه په بغداد کې د ماليې وزارت او د بهرنيو چارو وزارت پر ودانيو بريدونه وکړل او له امله يې سلګونه تنه مړه شوي دي. دغه ترهګران غواړي د يو لړ چاودنو له لارې د عراق سياسي بهېر سبوتاژ کړي او په راتلونکې جنورۍ کې د عراق په پارلماني ټولټاکنو کې خنډونه رامنځته کړي.

د عراق صدراعظم نوري المالکي د دغو چاودنو له پېښېدو وروسته له دغه ځای څخه کتنه وکړه. هغه وويل، چې دغه چاودنې د عامو وګړيو په مقابل کې عامه وژنه ده. د عراق خلک به د القاعدی سازمان د ترهګرانو او د صدام حسين د رژيم د پاتي شويو وسله والو کسانو پرضد ټينګه مبارزه وکړي. نوموړي زياته کړه چې د ترهګرۍ بريدونه به د عراق په سياسي بهېر او يادو شويو ټولټاکنو باندې اغيزه ونه کړي.

د م م سرمنشي بان کي مون په همدې ورځ د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغو چاودنو سخته غندنه وکړه او له ټولو عراقيانو څخه يې غوښتنه وکړه چې په سالمه توګه په راتلونکې جنورۍ کې د پارلمان د ټولټاکنو د تر سره کېدو لپاره هڅه وکړي. د عربي هېوادونو ټولنې په همدې ورځ هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دغو چاودنو غندنه وکړه او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره د عراق له حکومت څخه يې ملاتړ څرګند کړ. د اروپايي ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد سويدن هم په يوه اعلاميه کې د اروپايې ټولنې په استازيتوب د دغو چاودنو سخته غندنه وکړه. په عراق کې د امريکا لوي سفير هيل او په عراق کې د امريکا قوماندان رای اوديرنو هم پر دغو چاودنو باندې د غندنې په هکله يوه ګډه اعلاميه خپره کړه.

ريښتيا دا ده چې د روان کال د جون په دېرشمه نېټه د عراق امنيتي ځواکونو لخوا د ښارونو او علاقه داريو د امنيت د ساتنې دندې له پر غاړه اخېستلو وروسته په دغه هېواد کې د زورزياتي بريدونه څو څو ځله رامنځته شوي دي. د عامه افکارو په اند، له عراق څخه د امريکايي ځواکونو ايستل د عراق د حالاتو د تاوتريخوالی يوازنی لامل نه دی. په عراق کې د جګړې له پيل راهيسې، په دغه هېواد کې د ترهګرو ننوتل او د مذهبي ډلو ترمنځ لانجه هم د حالاتو د خړپړتيا يو سبب ګرځيدلی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040