د نوی چين د جوړيدو د شپېتمې کليزې په اړه د چين د نړيوالې راډيو د معلوماتي سيالۍ لپاره د جايزې ورکولو غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 20:24:23

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نوی چين د جوړېدو د شپېتمې کليزې په هکله د چين د نړيوالې راډيو له خوا د جوړې شوې معلوماتي سيالۍ د ځانګړې جايزې ورکولو غونډه د اکتوبر په ٢٧مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د افغانستان، امريکا، فرانسې په ګډون د لسو هېوادونو برخوالو اورېدونکيو چين ته د سفر فرصت تر لاسه کړی دی.

د چين د نړيوالې راډيو مشر وانګ ګنګ نيان وويل، اوس د چين نړيواله راډيو په نهه پنځوسو ژبو نورو هېوادونو او سيمو ته خپرونې خپروي او د نوي ډول،عصري او معتبرو نړيوالو خبري رسنيو په لور لوړ ګامونه واخلي چې د راډيو، انټرنيټ او بېلا بېلو رسنيو په وسيله د خپرولو توان لري. هغه له جايزې اخيستونکو اورېدونکيو څخه هيله وکړه چې په چين کې تر لاسه شوي معلومات له ځان سره بېرته خپلو هېواونو ته ورسره يوسي او چين او د چين د نړيوالې راډيو پروګرامونو ته پاملرنې ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040