د نوي چين د جوړېدو د شپيتمې کاليزې په اړه د نړيوالې سيالۍ د ځانګړو جايزې ورکولو مراسم په بېجينګ کې تر سره شول.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 20:27:16

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نوي چين د جوړېدو د شپيتمې کاليزې په اړه د نړيوال سيالۍ د ځانګړو جايزې ورکولومراسم د اکتوبر په اووه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د بېلا بېلو هېوادونو لس تنه اوريدونکي د ځانګړې جايزې په اخيستلو سره له چين څخه د کتنې فرصت تر لاسه کوي. د دوی په اند، دا دوی ته د چين د پرمختګ د پيژندنې په هکله يو ښه فرصت ورکړې.

د نوي چين د جوړېدو د شپيتمې کاليزې په اړه د چين د نړيوالې راډيو د نړيوالې سيالۍ د ځانګړې جايزې ورکولو مراسم د بېجينګ د دياو يو تای په هوټل کې تر سره شول. د امريکا، فرانسې، ايټالې، جاپان، سريلانکا، ماليزيا، ايران ، افغانستان، صربيا او مجارستان په ګډون د لسو هېوادونو لسو تنو اوريدونکو د جايزې اخيستنې ځانګړي سندونه تر لاسه کړل. د دغو اوريدونکو استازې نور اين بيټني باکېر چې له ماليزيا څخه راغلې، په دغو مراسمو کې وويل،

دغه سيالۍ د بېلا بېلو هېوادونو د اوريدونکو ترمنځ دوستي ټينګې کړې دي. پخوا موږ يوازې په ليرې واټن کې د چين د نړيوالې راډيو د خپرونو له لارې چين پيژندلی شوو، خو اوس موږ له نژدې څخه د چين کتل واوليدلو فرصت تر لاسه کړو.

دغه سيالي د روان کال له جنون څخه پيل شوې وه چې په دری پنځوسو ژبو په راډيو او انټرنيټ کې د عکسونو، ليکنو، اوازونو او ويډيو له لارې په تېرو شپېتو کلونو کې د نوي چين د پرمختګ بهير او تر لاسه شوي برياليتوبونه يې ښکاره کول. د يو سل او دوه څلويښتو هېوادونو او سيمو شپږ لکه او پنځوس زره تنو اوريدونکو په دغه دری مياشتنۍ سيالۍ کې ګډون درلود. په چين کې د جاپان سفير يامادا شيګيو چې په دغو مراسمو کې ګډون کړې وو، وويل چې دغه سيالي د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته د چين د پيژندنې فرصت برابر کړ. ده وويل

د نوي چين د جوړېدو په شپيتو کلونو کې د چين اقتصاد چټک پرمختګ کړی دی. د بېلا بېلو هېوادونو خلکو د دغې سيالۍ له لارې د چين د پرمختګ او اوسني حالتلاس ته راوړنې له نژدې ګوري.

د چين د راډيو، فلمونو او ټلويزيون د عمومي ادارې مرستيال تيان جي په دغه غونډه کې وويل، چې د نوي چين د جوړېدو له شپيتو کلونو راپديخوا، چين په اقتصادي، ټولنيزو او کولتوري برخو کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د خوښی وړ ځای دا دی چې زياتو اوريدونکو په دغه سيالۍ کې ګډون درلود. هغه هيله څرګنده کړه چې دغه اوريدونکي به په پر له پسې توګه د چين د نړيوالې راډيو د خپرونو له لارې چين ته پاملرنه وکړي. ده وويل

د چين نړيوالې راډيو د راډيو او انټرنيټ له لارې په ښه توګه چيني او نړيوال خبرونه خپروي. دغه راډيو د دوستۍ د ټينګېدو او د چين او نړۍ د پيژندني په هکله د بېلا بېلو هېوادونو لپاره يوه صحنه ده. هيله لرم چې د جايزه اخيستونکی به چين ته د پاملرنې او له چين سره د مينې په برخو کې خپل دوستان لا وهڅوي .

د چين د نړيوالې راډيو مشر وانګ ګن نيان وويل ، چې د نوي چين د جوړېدو په تېرو شپيتو کلونو کې زموږ راډيو هم زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د افغانستان څخه راغلی د جايزه اخيستونکي غوث الدين فروتن چې يو مشهور پښتون ليکوال دی، له افغانستان څخه سې ار اې راډيو ته دوه سوه کتابونه ورکړل. هغه هيله لري چې چين ته د دغه سفر پر بنسټ يو کتاب وليکي چې افغانانو ته چين په ريښتينې توګه وروپيژني. ده وويل

زه به چين ته د سفر لپاره خپل دوستان وهڅوم. اوس د چين د پرمختګ حالت د افغانستان په خبري رسنيو کې زما له کتل شويو ريښتينو حالتو سره توپير لري. هيله لرم چې لا زيات افغانان به له نژدې چين وګوري.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040