ايران د ذروي سوند موادو د برابرولو په اړه د پريکړې مسودې ته ځواب ورکړ.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-30 17:23:31

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، ايران د اکتوبر په نهه ويشتمه نېټه د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسې ته د ذروي سوند موادو د برابرولو په اړه د پريکړې مسودې ته ځواب ورکړ، خو مشخصات يې څرګند نه کړل. د دغې اينجسۍ عمومي مدير محمود البرادعي وويل، چې د ذروي سوند موادو په اړه د ايران او اړوندو خواوو ترمنځ سلامشوره به دوام وکړي. هغه هيله لري چې اړوندې خواوې به له دې سره موافقه وکړي.

د ايران پريس تلويزيون خبر ورکړ چې د اټومي انرژۍ په نړيوالې اينجسۍ کې د ايران استازي علي اصغر سلطانيه وويل، چې ايران به په فعاله توګه په دې اړه له اړوندو خواوو سره خبرې اترې وکړي. خو په دغه خبر کې د ايران د ځواب مشخصات څرګند نه شول. د يو چارواکي له قوله، ايران په خپل ځواب کې له ښاغلي البرادعي څخه د دغې مسودې د تعديل غوښتنه وکړه. ايران له دې سره مخالفت کوي چې د يو ځل لپاره د اتيا سلنې هغه غني شوي يورانيوم وړاندې کړي چې خالص والی يې ټېټ دی. د دې پرځای ايران غواړي په جلا جلا توګه دغه يورانيوم وړاندې کړي. بر سېره پردې ايران هيله لري چې د يادو شويو يورانيومو د انتقال په ترڅ کې د لوړ خالص والي يورانيوم تر لاسه کړي. د لوړ خالصوالي يورانيومو شمېر به د ايران د ذروي رياکتور د اړتياوو سره سم د اټومي انرژۍ د نړيوالې اينجسۍ له خوا وڅېړل شي.

د هغې مسودې سره سم چې په تېرې اوونۍ د ويانا په يوه غونډه کې د ښاغلي البرادعي لخوا وړاندی شوې، ايران بايد د روان کال تر پايه پورې د يو ځل لپاره د يو زر او يو سل کيلوګرام ياد شوي يورانيوم روسيې ته انتقال کړي او دغه يورانيوم به د روسيې لخوا بيا غني شي چې خالص والی به يې شل سلنې ته ورسېږي. ورپسې، فرانسه به د دغو يورانيومو له لارې د ايران د ذروی رياکتور د اړتياوو سره سم سوند موادو توليدکړي. د اټکل له مخې، اوس ايران د يو زر او پنځه سوه کيلوګرام په وزن يورانيوم لري چې خالص والی يې له پنځه سلنې څخه ټېټ دی. تر اوسه امريکا، روسيې او فرانسې د دغې مسودې څخه ملاتړ څرګند کړی دی.

د ايران د لوړ پوړی ملي امنيت کمېټې څو ورځې مخکې ياد شوې مسودې څيړنه وکړه. که ايران دغه مسوده ومني، دوی به نه يوازې ګټه ترې واخلي، بلکې له ستونزو سره هم مخامخ  وي. ايران به له دغې مسودې څخه داسي ګټې واخلي. لومړی، دغه مسوده به د تهران ملکي ذروي رياکتور ته د سوند موادو د برابرولو مسئله حل کړي. اوس دغه رياکتور نويو ذروي سوند موادو ته اړتيا لري، خو اوس ايران يوازی هغه يورانيوم غني کولای شي چې خالص والی يې دری اعشاريه پنځه سلنه ده. دغه خالص والی د ذروی رياکتور اړتيا پوره نه شي کولای. دوهم، د دغې مسودې سره سم به پر ايران باندې بنديزونه کم شي او د يورانيومو د غنی کولو په اړه د ايران اوسنی عمل به له قانون سره وڅېړل شي. د م م امنيت شورا د ٢٠٠٦ کال له دسمبر راهيسې، پر ايران باندې د بنديزونو لګولو په هکله دری پريکړه ليکونه صادر کړی دي او له ايران څخه يې غوښتنه وکړه چې د يورانيومو د غني کولو له عمل څخه لاس واخلي. خو د نوي مسودې سره سم، د ټيټ خالص والي يورانيومو د غني کولو په اړه د ايران عمل دوام کولای شي، دغه راز ايران د لوړ خالص والي يورانيوم هم تر لاسه کولو توان پيدا کړي.

په عين وخت کې د سوند موادو مسئلې په اړه په ايران کې بېلا بېلې نظريې شته. يو شمېر چارواکي په دې اړه اندېښمن دي چې لويديز هېوادونه به د دغې مسودې سره سم په ټاکلي وخت کې ايران ته سوند مواد وړاندی کړي، که نه. د ايران ولسمشر مـحمود احمدي نژاد د اکتوبر په نهه ويشتمه نېټه څرګنده کړه، ايران چمتو شوی چې د دغې مسئلې د حل و فصل په هکله له لويديزو هېوادونو سره همکاري وکړي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې ايران به د ذروی حق په اړه نورو هېوادونو ته خپل سر ټيټ نه کړي.

د ايران خبري رسنيو خبر ورکړ چې د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله خامنه يې دغې مسودې په هکله د ايران ځواب منلی دی. تر اوسه اړوندو خواوو د دغه ځواب په اړه خپل غبرګونونه نه دي ښودلي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040