ديموکراتيکې کوريا له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې د دوه اړخيزو خبرو اترو په اړه پرېکړه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2009-11-02 14:46:09
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د ائتلافي خبري اژانس د نوامبر په دوهمه نېټه خبر ور کړ چې د ديموکراتيکې کوريا د بهرنيو چارو د وزارت وياند په همدې ورځ په پينګ يونګ کې وويل دغه هېواد او امريکا بايد د دوه اخيزو خبرو اترو له لارې په مستقيمه توګه د کوريا د ټاپووزمۍ د ذروي مسئلې د حل و فصل مناسبه لايحه پيدا کړي. امريکا بايد په دې اړه سمدلاسه پرېکړه وکړي.

نوموړي زياته کړه ديموکراتيکې کوريا خپله رويه څرګنده کړې چې غواړي له امريکا سره دوه اړخيزې خبرې اترې وکړي او د يادې شوې مسئلې په اړه د شپږو خواوو په شمول په څو اړخيزو خبرو اترو کې ګډون وکړي، اوس امريکا بايد په دې اړه پرېکړه وکړي. د ديموکراتيکې کوريا او امريکا تر منځ دښمني د ديموکراتيکې کوريا لخوا د ذروي وسلو د لرلو بنسټيز لامل دی، يوازی په دې شرط چې د دواړو هېوادونو تر منځ دښمني ليري او متقابل باور ټينګ شي، د يادې شوې مسئلې حل و فصل به مهم پرمختګ ومومي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040