د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله د دوهم پړاو ټولټاکنو سره پرېکون اعلان وکړ

cri     (GMT+08:00) 2009-11-02 19:18:57

د چين نړېوالې راډيو دخبر له مخې، د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد او د بهرنيو چارو پخوانی وزير ډاکټر عبدالله عبدالله د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې ځنګه چې د انتخاباتو عدالت د ضمانت وړ نه دی نو هغه د خلکو د نظريو له اورېدلو وروسته پريکړه وکړه چې د روانې مياشتې په ٧ نېټه د ټاکنو دوهم پړاو کې برخه نه اخلم. دغه راز د ټاکڼو په دوهم پړاو کې اوسنی ولسمشر حامد کرزی يوازنی کانديد به پاتې شي.

ښاغلی عبدالله په همدې ورځ په کابل کې وويل چې د انتخاباتو خپلواک کميسيون د ټاکنو په لومړی پړاو کې ناوړه کړه وړه ترسره کړل او هغه د ټاکنو د دوهم پړاو د عدالت د ضمانت لپاره اړوندې غوښتنې وړاندې کړې دي. نوموړې غوښتنې نه دي منل شوې نو د انتخاباتو د شفافيت شونتيا نه شته. نو ځکه هغه د ټاکنو په دوهم پړاو کې برخه نه اخلم. هغه زياته کړه چې افغانان بايد د ياد شوی کميسيون تر مشرۍ لاندی د انتخاباتو پايله ونه مني. خو ډاکټر عبدلله وويل چې هغه له خپلو پلويانو څخه د رايو نه ورکولو غوښتنه نه ده کړې.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون د سپتمبر په ١٦ نېټه اعلان وکړ چې په اګيست کې د دغه هېواد په عمومی انتخاباتو کې اوسنی ولسمشر حامد کرزي په سلو کې څه دپاسه پنځوس رايې ترلاسه کړې. ډاکټر عبدالله عبدالله په انتخاباتو کې د درغلۍ نيوکه وړاندی کړه. بيا د م م تر لارښوونې د انتخاباتو د شکايتونو کميسيون اړوندې پلټنې ترسره کولې. د اکتوبر په ٢٠ نېټه د انتخاباتو کميسيون د پلټنې د پايلې له مخې اعلان وکړ چې د اوسنی ولسمشر حامد کرزی د پلويانو شمېر نهه څلويښت اعشاريه اووه شپېته سلنې ته رسيږی. د افغانستان د اساسی قانون له مخې لومړی دوه کانديدان حامد کرزی او عبدالله عبدالله د ټاکڼو په دوهم پړاو کې ګډون وکړي. بيا ډاکټر عبدالله عبدالله په دوهم پړاو کې د خپل ګډون شرطونه وړاندی کړل چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مشر او نور دری تنه وزيران بايد له خپلو دندو څخه ليری شي. د انتخاباتو خپلواک کميسيون څرګنده کړه چې د ده د مشر دنده يوازی د سترې محکمې له خوا لغوه کيدای شي. ولسمشر حامد کرزی هم څرګنده کړه چې عبدالله عبدالله د کابينې په چارو کې د لاس وهنې حق نه لري.

د ټاکنو په دوهم پړاو کې د عبدالله د بايکاټ له اعلانېدو وروسته د حامد کرزی د انتخاباتی چارو وياند په همدې ورځ په دې اړه تاسف څرګند کړ خو زياته يې کړه چې د ټاکنو دوهم پړاو به ترسره شي. هغه وويل موږ باور لرو چې انتخابات بايد ترسره شي او د افغانانو د رايې ورکونې حق بايد وساتل شي. د دې ترڅنګ د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کميسيون وياند هم وويل چې د عبدالله عبدالله بايکاټ د ټاکنو دوهم پړاو مخه نه شی نيولی. د معلوماتو له مخې ښايی چې عبدالله عبدالله له حامد کرزی سره جوړجاړی وکړي خو تراوسه اړوند معلومات نه دي په ډاګه شوي.

د عامو افکارو په اند د امنيتی وضعې ترينګلتيا د ټاکنو په وړاندی لوی ګواښ ګڼل کيږی. د انتخاباتو په لومړی پړاو کې طالبانو په ټول هېواد کې څه ناڅه دوه سوه د زور زياتی پېښې رامنځته کړې. په دې حال کې په انتخاباتو کې د ګډون کوونکيو اندازه يوازی په سلو کې اته دېرش اعشاريه اووه ته ورسيده. اوس طالبانو يو ځل بيا خبرداری ورکړ چې موږ يو ځل بيا اعلانوو چې خلک بايد په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي او بايد له دې سره ټينګ مخالفت وکړي. د دې ترڅنګ اوس ژمی رانژدی کيږی او د افغانستان په ځينو سيمو کې د سړې هوا او واورو له امله ترانسپورټ ډېر ستونزمن دی چې پر انتخاباتو منفی اغېزه هم اچوي. دغه راز د ټاکنو په دوهم پړاو کې د ګډون کوونکو شمېر ښايی نورهم لږ شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040