امريکا به د افغانستان د راتلونکي ولسمشر ملاتړ وکړي
د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په لومړۍ نېټه د نوموړي وزارت وزيرې هليري کلينټن يوه اعلاميه خپره کړه چې امريکا به د افغانستان د راتلونکي ولسمشر ملاتړ وکړي.
کلينټن په اعلاميه کې وويل:که څه هم د افغانستان د ولسمشر نوم اند او د بهرنيو چارو پخواني وزير عبدالله عبدالله به د دغه هېواد په دوهمو ټولټاکنو کې ګډون و نه کړي،هغه له دې مخکې لومړي پړاو په ټولټاکنو کې احترام لرونکي او ارزښت ناک رول لوبولی و او د افغانستان د وګړيو ملاتړ يې تر لاسه کړ.
هغې وويل:د افغانستان د ټولټاکنو په اړه څارونکي بايد د دغه هېواد د اساسي قانون سره سم قانوني او عادلانه ټولټاکنې تر سره کړي.