د افغانستان د ولسمشرۍ د ټولټاکنو دوهم پړاو لغوه شوی دی
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کميسيون د روانې مياشتې په دوهمه نېټه وويل، د افغانستان د ولسمشرۍ د ټولټاکنو دوهم پړاو چې د ټاکلي وخت له مخې به د روانې مياشتې په اوومه نېټه تر سره شوی وی، لغوه اعلان کړ. د دغه هېواد اوسنی ولسمشر حامد کرزي به خپلې دندې ته پنځه کلونو نورو لپاره دوام ورکړي.
د ياد شوي کميسيون مسئول داؤدعلی نجفي په همدې ورځ دغه خبر ورکړ او نور معلومات يې په دې هکله نه دي ورکړي.
د دغو ټاکنو نوم اند او د افغانستان د بهرنيو چارو پخواني وزير عبدلله عبدلله د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې هغه به په دوهم پړاو ټاکنو کې ګډون ونه کړي، ځکه د دغو ټاکنو عدالت ضمانت نه شي کيدی.
ژباړونکې: هوسۍ