د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کميسيون اعلان وکړ چې حامد کرزی د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کميسيون د نوامبر په دوهمه نېټه اعلان وکړ چې، د افغانستان د ولسمشرۍ دوهم پړاو ټولټاکنې به تر سره نه شي، اوسنی ولسمشر حامد کرزی په دغو ټولټاکنو کې په بريالۍ سره د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
ډاکټر عبدالله عبدالله چې په دوهم پړاو ټولټاکنو کې يو بل نوماند دی، د نوامبر په لومړی نېټه اعلان وکړ چې په ټولټاکنو کې عدالت تامين نه شي، نو هغه په دوهم پړاو ټولټاکنو کې برخه وانه خلی.
د عبدالله عبدالله وياند څرګنده کړه چې ډاکټر عبدالله د دغه کميسيون نوموړي پريکړه نه مني، ځکه چې دغه پريکړه مشروع نه ده چې له مخې به د افغانستان حالات نور هم پيچلی شي.
ژباړونکې غوټۍ