د چين د صدراعظم مرستيال د استونيا له صدراعظم سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2009-11-03 10:02:44

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د صدراعظـم مرستيال جانګ ده جيانګ په ځايي وخت د نومبر په دوهمه نېټه د استونيا د صدراعظمۍ په ماڼۍ کې د دغه هېواد له صدراعظم اندروس انسيپ سره خبرې اترې وکړې.

جانګ ده جيانګ د چين او استونيا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د اتلسو کلونو راهيسې د خپلمنځو اړيکو د سالم پرمختګ په هکله خوښي څرګنده کړه او د يو چين پېژندنې پر تګلارې د استونيا د ټينګار ستاينه ئی هم وکړه.هغه وويل،چين هيله لري چې له استونيا سره د ټرانسپورټ،د اساسي تاسيساتو أبادۍ او سيلانۍ په برخو کې همکاری پراخه کړي او په کلتوری،علمي او ښوونيزو چارو کې خپلمنځی تګ راتګ پياوړی کړي.

جانګ ده جيانګ او انسيپ د خبرو اترو له پای ته رسيدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزې همکارۍ سندونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ.دوی په همدې شپه د چين او استونيا ترمنځ د سوداګريزې همکارۍ د فورم ټولو غړيو په غونډه کې ګډون وکړ او ويناوې ئی وکړې.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040