نړيواله ټولنه د افغانستان د ولسمشر په توګه د حامد کرزي د بيا ټاکل کېدو هر کلی کوي
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کميسيون د نومبر په ٢ نېټه د ولسمشرۍ د ټولټاکنو د دوهم پړاو د رايه ورکونې د لغوه کولو اعلان کړی چې ټاکل شوی د نومبر په ٧ نېټه به تر سره شي ،او د نوی ولسمشر په توګه يې حامد کرزی ټاکلی دی . نړيوالې ټولنې د دغه اعلان هر کلی وکړ.
د م م سرمنشي بان کي مون چې اوس مهال له کابل څخه ليدنه کوي، په خپله اعلاميه کې ښاغلی حامد کرزي ته مبارکي وويله .
د ناټو عمومي سرمنشي رسمونسن په خپله اعلاميه کې د همدغه شان لامل له امله ښاغلي حامد کرزې ته هم مبارکي وويله او ويې ويل چې ناټو به له خپل وطن څخه د يو لا امن او هېله من هېواد د أبادولو لپاره د افغان حکومت او خلکو ملاتړ ته دوام ور کړي..