په نورو هېوادونو او سيمو کې د چين د پانګونې او همکارۍ نندارتون پرانيستل شو.

cri     (GMT+08:00) 2009-11-03 13:08:30

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په نورو هېوادونو او سيمو کې د چين د پانګونې او همکارۍ دوه ورځنی نندارتون د نوامبر په درېيمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو او څه باندی يو سل او شل هېوادونه او سيمه په کې ګډون کوي چې د م م لخوا له پنځوس ټاکل شويو ډېرو بی وزليو هېوادونو څخه عبارت دي.

د مالوماتو له مخې، د انرژۍ، کانونو، اساسي تاسيساتو، مخابراتي چارو، نوي انرژۍ او بيولوژيکې درملونو په برخو کې د پانګونو شل زره پروژې به په دغه نندارتون کې برخه واخلي. دغه نندارتون په نورو هېوادونو او سيمو کې د پانګونو په اړه د چين لومړنی نندارتون دی چې په نورو هېوادونو او سيمو کې د چين د صنعتي چارو پرمختګ او طرحې د ټولنې او د چين د انکشافی بانک لخوا په ګډه جوړېږي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040