د شينجيانګ د سکرو د ډېر لوی کان په شاوخوا سيمه کې به ونې کيښودل شي.
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د شينجيانګ اويغوری خپلواکه سيمه به له راتلونکی کال څخه په پر له پسی دوه ويشتو کلونو کې د جنګر په ختييزه برخه د سکرو له لارې د برېښنا او کيمياوی توکيو توليدولو په سيمه کې په وار سره د ځنګلونو د احداثولو پروژه پلی کړي چې د سکرو سرچينو د کارولو په وخت کې ايکولوژيکی چاپيريال وساتل شي.
د مالوماتو له مخې، د دغې پروژې پراخوالی به پنځه پنځوس زره هکتارو او پانګې به يې يو مليارډ او نهه سوه مليونو يوانو ته ورسېږي.دغه پروژه به د ايکولوژيکی چاپيريال د ساتلو او په موثره توګه د باد او صحرا کېدو بهېر او د اوبو سره د خاورو ښوئيدو د مخنيوی لپاره مهم رول ولوبوي.