په چين کې د توکيوغير جوړونکيو چارو اقتصاد د پرمختګ په حال کې دی

cri     (GMT+08:00) 2009-11-03 15:43:27

د چين د مطبوعاتي اژانس د خبر له مخې د چين د مالونو د ليږدولو او اخيستلو ګډې ټولنې د نومبر په ٣ نېټه خبر ور کړ چې په اکتوبر کې د چين د توکيو غيرجوړونکيو چارو د سوداګريزو فعاليتونو اندازه په سلو کې ٦٢ اعشاريه ١ وه او له دې څخه څرګنده شوې چې د چين د غير توليدات جوړونکيو چارو اقتصاد د پرمختګ په حال کې دی.

که نوموړی اندازه په سلو کې پنځوس ته ورسيږي يا له دغه شمېر څخه واوړي، نو ورڅخه  څرګنديږي چې د دغو چارو اقتصاد د پرمختګ په حال کې دی .برعکس ور څخه څرګنديږي چې د توکيو غير  جوړونکو چارو اقتصاد د کوزېدو په حال کې دی .په چين کې دغه اندازه د ٢٠٠٩ کال په مارچ کې له ټيټوالي وروسته په مسلسلو اتو مياشتو کې څه باندې پنځه پنځوس سلنې ته رسيدلې ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040