د چين د ښځينه پوهنځی د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې غونډه تر سره شوه
cri (GMT+08:00) 2009-11-03 16:08:06
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين ښځينه پوهنځي د نوامبر په درېيمه نېټه په بېجينګ کې د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې غونډه تر سره کړه.
د دغه پوهنځي مشرې مېرمن جانګ لي شي په غونډه کې وويل دغه پوهنځی د ښځو او نارينه وو برابرۍ تګلارې تر لارښوونې لاندې د ښځو او ماشومانو د پرمختګ او د جنسي برابرۍ د پرمخبيولو په برخو کې نه بدلېدونکی رول لوبولی دی. پر دې سربيره، دغه پوهنځی له بهرنيو مشهورو پوهنتونونو او ښځينه پوهنځيو سره د تبادلې او همکارۍ د پياوړتيا لپاره کوښښونه کوي.