د چين او قزاقستان ترمنځ د پايپ له لارې د شپږ مليون ټنو په اندازه اومه نفت لېږل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2009-11-03 17:42:00

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، سږ کال د چين او قزاقستان ترمنځ د پايپ له لارې د لېږل شويو اومو نفتو شمېر په پرله پسې توګه زيات شوی او تر اوسه پورې د شپږ مليون ټنو اومه نفت لېږل شوي دي چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شل زيات شوی دی.

د اوروموچي د ګمرکي ادارې د معلوماتو له مخې، دغې ادارې د ياد شوی پايپ د سالمې کارونې لپاره د څلوروېشتو ساعتو د څارنې او ادارې په شمول ډېر تدبيرونه نيولي دي.

ژباړونکې: هوسۍ

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040