لومړۍ تور پوستې ښځينه ليکوالې د فرانسې د پريکس ګونکورت ادبي جايزه تر لاسه کړه

cri     (GMT+08:00) 2009-11-03 19:50:37

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د فرانسې د پريکس ګونکورت د ادبي جايزې کميسيون د روانې مياشتې په دوهمه نېټه اعلان وکړ چې سږ کال به دغه جايزه په فرانسه کې سينيګالۍ ښځينه ليکوالې ماري نديايي او د دريو تکړو ښځو په نامه د دې ناول ته ورکړل شي.

دوه څلوېښت کلنه ماري نديايي لومړۍ تورپوستې ښځينه ليکواله ده چې له ١٩٩٨ کال راهيسې دغه جايزه تر لاسه کړې ده او په تاريخ کې د دغې جايزې لومړۍ تورپوستې ښځينه ګټونکې هم ده.

نوموړې وويل، دغه جايزه د دې د پنځه وېشتو کلونو د هڅو لپاره يوه ستاينه ده. دې هيله څرګنده کړه چې وګړي د دغې جايزې له لارې د افريقايي ښځو تاريخ په ښه ډول وپېژيني.

ژباړونکې: هوسۍ

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040