د چين ځواکونه به د سيمه ييز ثبات او د نړۍ د سولې ساتنې په برخو کې خپل خدمتونه وکړي
cri (GMT+08:00) 2009-11-06 17:10:40
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دفاع وزير ليانګ ګوانګ ليه د روانې مياشتې په شپږمه نېټه په بېجينګ کې وويل، د چين ځواکونه به د نړۍ د سولې او د سيمه ييز ثبات او سولې د ساتنې په برخو کې خپل خدمتونه وکړي.
د چين د هوايي ځواکونو د جوړېدو د شپېتمې کليزې د يادونې په اړه د هوايي ځواکونو د سولې او پرمختګ نړيوال فورم په همدې ورځ په بېجينګ کې پرانيستل شو. ليانګ ګوانګ ليه په دغه فورم کې وويل د چين ځواکونه به د فعالې دفاع په اړه پوځي ستراتيژۍ پلې کړي او د بېلا بېلو هېوادونو له ځواکونو سره يو ځای به د نړۍ سوله او ثبات وساتي.
ژباړونکې: هوسۍ