د هوا أر په نامه ولسي سندرې د چين په شمال لويديځه سيمه کې مروجی دي  او له دې امله چې د سندرو په شعرونو کې نجوذی د سيلانو تشبيه  کوي، نو دغه ډول سندرې د هوا أر په نامه ياديږي.

اوريښمو لارو په اوږدو دغه سمسوره سيمه کې د مختلفو کلتورونو تر منځ د تفاهم او تګ راتګ پل جوړ شو. مثلأ يوناني، چيني او عربي کلتورونه چې د دغو ځلاندو کلتورونو په رڼا کې د سندرو، نڅاوو او موسيقۍ په ګډون يو ډول ځانګړی ادبي او هنري بڼه رامنځته شوه او دغه هنري شکل د مقام په نامه ياديږي.

اکن د قزاقي قوم د کوچياني شاعر نوم دی او ايتس په قزاقي ژبه کې د مجادلې مانا لري. اکن ايتس د سندرې سيالی په ډول خپل احساسات بيان کوي. د قزاقي قوم په بېلا بېلو خوشحاليو غونډو او اخترونو کې به انان وليدل کېږی چې پر ځمکی کېني او يو سړی او يوه ښځه يو له بل سره د سندره ويلو له لارې مقابله کوي.

جنګار چې د اسماني زوی مانا لری ، د ماشومتوب په موده کې د پلار او مور د مړ کېدو له امله يتيم شو ، خو له ٣ کلنۍ څخه يې د ځانګړې فوق العاده توان په وسيله پر مغولي دښت باندی تېري کوونکي شيطان ته ماتې ورکړه او د بومبا نومی هېواد يې جوړ کړ او د مغولي قوم خلکو ته يې شتمن ژوندورساوه
اقچي ولسوالي چې د چين او قرغېزستان ترمنځ په سرحدي سيمه کې پرته ده، شاوخوا يې دنګ غرونه دي. خو که تاسو دغې ولسوالۍ ته ننوځئ، نو ډېر ځانګړي احساسات احساسولای شي: په لېری ځای کې د غرونو څوکې په واورو پټې دي ، څو وريځې په ابي اسمان کې الوزي، دغه راز غوايان او پسونه په خوشحالۍ سره پر څړځاي کې واښه خوري او څري چې دا يو ډېر ښکلی تصوير دی. قرغېزيان نسل په نسل په مالدارۍ بوخت دي او په خپل ټاټوبي کې يې بې شمېره افسانې او کيسې جوړکړي دي. د بېلګې په توګه حماسي شعرونه مناس يوه ځلانده مرغلره ده
                        شينجيانګ ته د خبريالانو لس ورځنی سفر
د شينجيانګ عکسونه
بهرنی خبريالان په شينجيانګ کې