د شانګهای سيل
CRI2020-11-04 16:17:57
شريکول:

شانګهای د چين د مرکزي حکومت تر مستقيم کنترول لاندې ډېر لوی ښار دی او د چين د اقتصاد، ترافيک، تخنيک، صنعت، ماليې او سوداګرۍ او هوايي چارو مرکز دی. شانګهای په سمندر د يانګځي سيند د ورګډېدو پر غاړه پروت دی. د دغه ښار پراخوالی شپږ زره درې سوه او څلوېښت کيلومتره مربع دی او شپاړس برخې لري. په ۲۰۱۵م کال کې د شانګهای د کورنيو توليداتو اندازه د چين تر ټولو لويه وه او په اسيا کې يې دوهم مقام نيولی و. ويل کېږي چې شانګهای د نړيوال مالي مرکز په توګه ګرځېدلی دی او د نفوسو او پراخوالي په برخه کې په ټولې نړۍ کې مخکښي مقام نيسي. دغه راز، شانګهای د چين د ورخلاصون نمونه هم ده. په ۱۸۴۳م کال کې د اپين جنګ له پای ته رسېدو نه وروسته په شانګهای کې د نورو هېوادونو دکانونه او شرکتونه رامنځته شوي وو او اوس په دغه ښار کې د نړيوالې سوداګرۍ پيمانه هم ډېره لويه ده. د دوبي په موسم کې شانګهای کې همېشه باران اوري او تودخه يې ګرمه ده. هر کال ډېر زيات مشهور نړيوال فېسټوالونه او لوبې په دغه ښار کې تر سره کېږي. مثلاٌ، د F1 موټرونو سيالي، د شانګهای هنري نندراتون، د شانګهای د فلمونو نړيوال فېسټوال او داسې نور.

په شانګهای کې (( پو دونګ)) او ((هونګ چياو)) دوه هوايي ميدانونه شته. ((پو دونګ)) هوايي ميدان له ښاري مرکز څخه لږ لېرې دی چې کابو دېرش کيلومتره واټن لري. خو د ښاري مرکز او دغه هوايي ميدان ترمنځ ځانګړي بسونه او ګړندي اورګاډي تګ راتګ کوي چې د يوه طرفه تګ لپاره يوازې څلوېښت دقيقو ته اړتيا لري. (( هونګ چياو)) هوايي ميدان ښاري مرکز ته نژدی دی او سيلانيان د ټکسي، ځانګړي بس او سابوي په وسيله تګ راتګ کولای شي. د اوسپنيزو لارو په برخه کې د شانګهای سټېشن او د شانګهای جنوبي سټېشن ډېرې لويې پيمانې لري او محوري سټيشنونه هم دي. د ۲۰۱۱م کال د جون په دېرشمه نېټه د بېجينګ او شانګهای ترمنځ ګړندی اورګاډي په رسمي توګه په کار پيل کړ او يوې خوا تګ يوازې پنځه ساعتونو ته اړتيا لري.  د هر ساعت سرعت يې درې سوه کيلومترو ته رسېږي. د سړکونو په برخه کې شانګهای هم محوري ښار دی او د دغه ښار په شاوخوا سيمه کې ترافيکي شبکه ډېره بشپړه ده. دغه راز، شانګهای په چين کې ډېر لوی ساحلي او بندري ښار هم دی، د شانګهای بندر په نړۍ کې درېيم لوی بندر دی. نو سيلانيان د مسافر وړونکي بيړۍ په وسيله له نورو هېوادونو څخه شانګهای ته تګ راتګ کولای شي.

د شانګهای په داخل کې ترافيکي سيستم بشپړ او بوخت دی. په تېرو لسو کلونو کې د شانګهای حکومت د ترافيکي اساسي تاسيساتو د ابادۍ لپاره څه د پاسه يو سل او لس ملياردو ژن مين بي يوانو پانګې لګولي دي. سيلانيان د ټکسي، بس او سبوې په وسيله په شانګهای کې سيل کولای شي.

د شانګهای بانډ ((وای تان))

((وای تان)) يعنې د شانګهای بانډ (the Bund)د شانګهای مشهوره سيمه او نښه ده. د دغه بانډ اوږدوالی يو اعشاريه پنځه کيلومتره دی. ويل کېږي چې دغه بانډ د شانګهای د تاريخ موزيم دی. په اتلسمې پيړۍ کې د شانګهای د دروازې له خلاصېدو نه وروسته بهرنيو سوداګرو او شرکتونو لومړی په دې سيمه کې خپلې نماينده ګۍ جوړې کړې. په دې نسبت دغه باند ژر د ليرې ختيځې سيمې مالي مرکز ګرځېدلی دی. په دې سيمه کې د دغې زمانې زياتې ودانۍ ساتل شوي او دغه باند د بېلا بېلو هېوادونو د ودانيو د  ساختماني موزيم په توګه بلل کېږي چې سيلانيان ورڅخه د شانګهای تاريخ هم احساسولی شي. اوس دغه بانډ په شانګهای کې يو مشهور سيلانيز ټکی دی، زيات مشهور نړيوال رسټوراټونه، هوټلونه او سوداګريز مرکزونه په دې ځای کې خپلې نماينده ګۍ او فراعي څانګې جوړوي. دغه بانډ د شانګهای د فېشن نمونه هم ده. په تېره بيا کله چې په شپه کې له ودانيو بهر رنګارنګ ډېوې څراغونه ولګېږي، نو دا بيا ډېر په زړه پورې وي.

د چيني ملت هنري ماڼۍ

د چيني ملت هنري ماڼۍ د ۲۰۱۰م کال لپاره د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د چين د نندارتون پر بنسټ جوړه شوې ده. په دغې ماڼۍ کې د عصري زمانې لپاره د چين هنرونه څرګندېږي. دغه ماڼۍ د شانګهای د موزيم په سيسټم کې مهم مقام نيسي. ياده ماڼۍ په وړيا توګه د سيلانيانو پر مخ پرانيستې وي.