د سوداګريزو توکو د خرڅلاو د ژوندۍ خپرونو څپه د چيني بازارونو سمسورتيا ښکاره کوي
د چين نړيواله راډيو2020-11-09 15:09:14
شريکول:

د سوداګريزو توکو د خرڅلاو د ژوندۍ خپرونو څپه د چيني بازارونو سمسورتيا ښکاره کوي

(( په دريو دقيقو کې د ۲۵ لکو يوانو په ارزښت زموږ توليدت پلورل شوي، په پيل کې مې فکر کاوه چې په سيستم کې ستونزه شته، ځکه دغه شمېر د تېر يو کال د خرڅلاو له عمومي اندازې سره برابر دی! )) د هسپانيا د يو شرکت مسئول جنګ جون جيه د ژوندۍ انټرنيټي خپرونو له سټوډيو څخه له وتلو وروسته په خوښۍ او حيرانتيا يادې څرګندونې وکړې.  نوموړي د چين د درېيم نړيوال وارداتي نندارتون پر مهال د خپلو توليداتو د معرفۍ لپاره د چين ميډيا ګروپ په کوربتوب د نړۍ د ښکليو توليداتو د پلورلو په انترنيټي ژوندۍ خپرونه کې ګډون درلودل خو دا يې زړه ته نه لوېده چې د خرڅلاو اندازه  به دومره لوړه ځي.

د چين په انټرنيټي شبکه کې د خرڅلاو د ژوندۍ خپرونو سمسورتيا نړۍ ته د دې ښودنه کوي چې چينايان د سوداګريزو توکو د اخيستلو په برخه کې لوړ توان لري. د يادې انټرنيټي ژوندۍ خپرونې په دريو ساعتونو کې د ۳۸ لکو يوانو په ارزښت ايسکريم، د ۴ ميليونو يوانو په ازښت عطرونه او داسې نور زيات توليدات پلورل شوي.  د چين ميډيا ګروپ د چين د درېيم نړيوال وارداتي نندارتون په ترڅ کې د سوداګريزو توليداتو د پلور په برخه کې ۲ انټرنيټي ژوندۍ خپرونې تر سره کړې چې د ايټاليا، روسيې، جرمني، فرانسې او نورو هېوادونو باکيفيته توليدات د چين انټرنيټ کاروونکو ته وړاندې شوي او د خرڅلاو عمومي اندازه يې تر ۱۴۰ ميليونو يوانو اوښتې ده.

په چين کې د روسيې سفير اندرې دينيسوف (Andrey Denisov) د ياد پلورونکي د وړاندې کونې د طريقې ډېره ستاينه وکړه او د ده په نظر له دې لارې نور زيات چيني مشتريان د روسيې د توليداتو په اړه معلومات تر لاسه کولی شي. په چين کې د هسپانيا سفير رافېيل ديزکالار ( Rafael Dezcallar) پخپله په سټوډيو کې انټرنيټ کاروونکو ته د هسپانيا د خوړو کلتور په اړه معلومات ورکړل.

  دغه تازه رامنځته او سمسور شوي سوداګريزه طريقه د چين په درېيم نړيوال وارداتي نندارتون کې مهم رول لوبولی دی چې کتونکي د دغو انټرنيټي ژوندۍ خپرونو له لارې له نوموړي نندارتون څخه ليدنه کولی شي او اړوند معلومات تر لاسه کولی شي.

په انټرنيټي شبکه کې د خرڅلاو د لارو چارو د نوښت او د کرونا وبا په موده کې د انټرنيټي شبکې له لارې د توکو د اخيستلو عادت د رامنځته کېدو له امله د انټرنيټي ژوندۍ خپرونو په وسيله د سوداګرۍ چارو په چين کې ډېر پرمختګ کړی. د نيلسون (Nielsen) شرکت د شمېرنې له مخې، په روان کال کې به په چين کې د انټرنيټي ژوندۍ خپرونو په وسيله د سوداګرۍ اندازه ۲۶۵ ميليونو يوانو ته ورسيږي چې دا به د چين د برېښنايي سوداګرۍ په عمومي اندازه کې ۱۰ سلنه برخه ونيسي.

د انټرنيټي ژوندې خپرونو له سمسورتيا څخه د چين د اقتصاد ځواکمن کلک او باکيفيته پرمختګ څرګنديږي. مصرف له تېرو مسلسلو کلونو راهيسې د چين د اقتصادي پرمختګ لومړی خوځنده ځواک ګرځېدلی دی.  په ۲۰۱۹ کال کې د چين د کورنيو توليداتو ارزښت په لوړوالي کې د مصارفو ونډه  ۵۷ اعشاريه ۸ سلنه وه. د مصارفو جوړښت د بدلون او د نويو مصرفي شکلونو د رامنځته کېدنې په رڼا کې په چين کې مصارف د زياتېدو په حال کې دي او باکيفيته توليداتو ته اړتياوې مخ پر لوړېدو دي.

د اټکل له مخې، په راتلونکو لسو کلونو کې د چين د وارداتي توليداتو ارزښت ښايي له ۲۲ زره ميليارډو امريکايي ډالرو نه زيات وي. د چين لوی بازار چې د يو ميليارډ او څلورو ميلونو تنو نفوس او څلور سوه ميلونه د منځنۍ سويې عايدات لرونکي کسان لري، د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې د نړيوالو شرکتونو او سوداګرو د راغونډېدو سبب دی. دغه لوی بازار به نه يوازې د چين په پرمختګ کې مثبت رول ولوبوي، بلکې به د نړۍ لپاره نور زيات ګټور فرصتونه برابر کړي.

په داسې حال کې چې د کورنا وبا له امله نړيوال اقتصاد سخت ځپل شوی، د چين نړيوال وارداتي نندارتون د نړيوالو سوداګرو لپاره ډېر جزابه دی. د انټرنيټي ژوندۍ خپرونو له سوداګرۍ څخه نړۍ ته د بيا سمسورتيا باور او أميد څرګند شوی.