شي جين پينګ: اسيا او ارام سمندر سيمه زموږ ګډ کور دی
cri2020-11-20 13:34:37
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۹مه نېټه د اسيا او ارام سمند سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د صنعتي او سوداګريزو چارو مشرانو په ويډيويي ناسته کې ګډون وکړ او (( د پرمختګ د نوي شکل په ابادۍ سره به ګډې ګټې تر لاسه شي)) په عنوان يې وينا وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې اسيا او ارام سمندر سيمه زموږ ګډ کور دی، نو د دې سيمې د ثبات د ساتنې او د پرمختګ او سمسورتيا لپاره هڅې زموږ له ګډو ګټو سره سمون لري. د اسيا او ارام سمندر سيمې د پرتو هېوادونو ترمنځ د وګړو تګ راتګ زيات دی او جغرافيايي اسانتياوې يې ښې دي. موږ د بازاري اصولو په اساس د اقتصاد د نړيوال کېدو او د سيمه ييز اقتصادي يووالي په جريان کې فرصتونه نيولي او د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مو په نړۍ کې مخکښ ځای نيولی دی. د اسيا او ارام سمندر سيمې پرمختګ او د سيمه يیزې اقتصادي همکارۍ پياوړتيا د دې سيمې د مختلفو هېوادونو د خلکو له هيلو سره سمون لري او د ژوند له فعاليت نه ډکه قوه به څرګنده کړي.