د چانګ عه پنځم نمبر فضايي بېړۍ د سپوږمۍ خاورې او ډبرې ځمکې ته راوړل ستر اهميت لري
cri2020-11-24 17:32:21
شريکول:

د چانګ عه پنځم نمبر فضايي بېړۍ د سپوږمۍ خاورې او ډبرې ځمکې ته راوړل ستر اهميت لري

په سپوږمۍ کې د پلټنو په اړه د چانګ عه پنځم نمبر کشفي بېړۍ د نومبر په ۲۴مه نېټه د چين له ون چانګ توغونکي ډګر څخه په برياليتوب سره فضا ته وتوغول شوه. دا د سپوږمۍ د څېړنې په اړه د چين د چانګ عه سيسټماتيکې پروژې درېيم ګام دی، لومړی او دوهم ګامونه د سپوږمۍ چاپېر چورلېدل او د سپوږمۍ پر ځکمې ښکته کول وو. دغه ځل به ياده بېړۍ د سپوږمۍ خاورې او ډبرې ځمکې ته راوړي.

د چانګ عه پنځم نمبر فضايي بېړۍ به په اوتوماته توګه له سپوږمۍ څخه نمونې تر لاسه کړي، دغه کار ستر اهميت لري. مخکې يوازې امريکا او پخواني شوروي اتحاد له سپوږمۍ څخه کابو درې سوه کيلوګرامو په وزن د خاورو او ډبرو نمونې ځمکې ته راوړې او د سپوږمۍ، ځمکې او د لمر سيسټم د سرچينې د پېژندلو په اړه يې له انسان سره ډېرې مرستې کړې دي.

د چانګ عه ياده بېړۍ به د سپوږمۍ هغه ځای ته لاړه شي چې مخکې هېڅوک نه دي وررسېدلي او ځمکې ته يې کابو دوه کيلوګرام خاوره راوړې. د پخواني شوروي اتحاد فضايي بېړۍ د ۱۹۷۶ کال د اګست په ۱۸مه نېټه له سپوږمۍ څخه ځمکې ته نمونې راوړې او له هغې تر اوسه ۴۴ کاله کېږي چې د سپوږمۍ د خاورو او ډبرو نوې نمونې نه دي تر لاسه شوي. نو نړيواله ټولنه د چانګ عه پنځم نمبر فضايي بېړۍ دغه ساينسي عمل ته سترګې په لار دي. د اروپا د فضانوردۍ ادارې څېړونکي جامس کارپنټر وويل، د چانګ عه بېړۍ دغه الوتنه به په راتلونکی کې د فضا اکتشاف لپاره يوه ښه ازموينه  وي.

د فضا اکتشاف په اړه د چين د ازموينو موخه نه يوازې د انسانانو تجسس سره مرسته کوي، بلکې د انسانانو د دايمي پرمختګ لاره موندل دي. د ايټاليا ساينس پوه جوسيپی ويلي چې چين د فضايي ساينس او تکنالوژۍ په برخو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي، د سپوږمۍ د اکتشاف په اړه د چين ازموينې به ټولې نړۍ ته ګټې ورسوي.