د ارجنټاين د فوټبال مشهور لوبغاړی ديګو اماندو مارادونا د زړه حملې له امله مړه شو
CRI2020-11-26 16:53:40
شريکول:

د ارجنټاين د څو خبري رسنيو د خبر له مخې، د دغه هېواد د فوټبال مشهور لوبغاړی ديګو اماندو مارادونا د نومبر په پنځه ويشتمه نېټه په خپل کور کې ناڅاپي د زړه حملې له امله مړه شو چې عمر يې د شپيتو کلنونو و.د ارجنټاين ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ د مارادونا د مرګ له امله په دغه هېواد کې د دريو ورځو وير اعلان وکړ.

د ارجنټاين د فوټبال ټولنې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دغه لوبغاړي د مرګ په هکله ژوره خپګان څرګند کړ او ويې ويل چې هغه به د خلکو په زړونو کې دايمي ژوند اوسي.