د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرنې له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د نومبر تر ۲۵مې نېټې پورې په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۹ ميليونو ۴۸۱ زرو او ۳۱۳ ته رسېدلی، او د دې ويروس له امله د مړو شويو
کسانو شمېر ۱ ميليون ۴۰۴ زرو او ۵۴۲ ته رسېدلی دی. رويټرز خبر ورکړی، چې د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه په امريکا کې د کوويډـ۱۹ ويروس له امله ۲۱۵۷ تنه مړه شوي دي. د دغه هېواد روغتونونه له ناروغانو څخه ډک دي او دا به د نوي کال پر راتلونکې رخصتۍ بدې اغېزې ولري.
(فرشته)