ايا د اروپا او امريکا ترمنځ د اړيکو د بېرته عادي کېدو امکان شته؟
cri2020-11-27 12:22:54
شريکول:

ايا د اروپا او امريکا ترمنځ د اړيکو د بېرته عادي کېدو امکان شته؟

جوبايډن څو ورځې مخکې د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې بريالی اعلان شو، هغه وروسته د اروپايي ټولنې او ناټو له مشرانو سره ټليفوني خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې يې پر دې ټينګار وکړ، چې خپلمنځي اړيکې بايد بيا ټينګې او عادي کړي. له دې څخه ښکاري چې امريکا غواړي له اروپا سره اړيکې ښې کړي، خو ايا د د دوی اړيکې به بېرته عادي شي؟

د ډنمارک رسنيو څه موده مخکې خبر ورکړ، چې  دغه هېواد په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې غوښتل، چې نوې جنګي الوتکې واخلي. په هغه وخت کې د امريکا امنيتي ادارې له ډنمارک سره د استخباراتو د ځانګړو همکاريزو اړيکو په کارولو سره د دې هېواد د ماليې او د بهرنيو چارو وزارتونو په شمول د ځينو ارګانونو او پوځي تصديو څارنه کوله، برسيره پر دې، د امريکا استخباراتي ادارې هغه مهال په پټه توګه د الوتکو په داوطلبۍ کې د نورو دوو اروپايي پوځي تصديو مالومات راغونډول. وروسته په اخر کې د امريکا د لوکهيد ماټين شرکت لخوا توليد شوې اف -۳۵ نمبر جنګي الوتکې د ډنمارک په دغې داوطلبۍ کې بريالۍ شوې.  دلته وينو، چې امريکا له ډنمارک سره د ځانګړو استخباراتي همکاريزو اړيکو په کارولو سره ځان ته ګټې اړولې دي. د مالوماتو له مخې، امريکا نه يوازې د ډنمارک استخباراتي مالومات تر لاسه کړي، بلکې د سويډن، جرمني، فرانسې، ناروې او هالنډ په شمول د ځينو اروپايي هېوادونو د چارو نظارت هم کوي. د بريتانيا د نړيوالو اړيکو څېړوونکي توم فويدي څو ورځې مخکې د يوې مقالې په خپرولو سره وويل، په حقیقت کې اروپا ته د واشنګټن له لوري ګواښ شته دی.

دا يو واقعيت دی چې په ګرده نړۍ کې د امريکا د استخباراتي شبکې د جوړېدو په بهير کې لوېديځو ملګرو يې ورسره ډېر خدمتونه ترسره کړي، خو په دې وروستيو کلونو کې، امريکا د دغې استخباراتي شبکې له لارې په پټه توګه خپلو ملګرو ته ډېر زيانونه رسولي دي. نو ايا اروپا به له امريکا سره اړيکې بیا عادي کړي؟ په اوسني نړيوال وضعيت کې دا ډېره ستونزمنه ښکاري.

لومړی، د باراک اوباما حکومت له مودې څخه د امريکا د ډيپلوماتيکو تګلارو عمده برخه د اسيا او ارام سمندر په سيمې بدله شوه او اروپايي ملګري يې ډېر خپه کړل او ناراضه وو. په تېره بيا وروستيو کلونو کې امريکا خپلو ګټو ته لومړيتوب ورکړی او یو اړخيزم او د سوداګرۍ ساتنې غوښتنه يې غوره کړې، چې له امله يې اروپا ډېره زيانمنه شوې ده. ایا د جوبايډن په مشرۍ د حکومت تر لوړې وروسته به له اروپا سره د امريکا اړيکې تر څه اندازې پورې ښې شي؟

ځواب يې ښکاره  نه دی، څرنګه چې هغه بايد نه يوازې د خپل هېواد له ستراتيژيکو ګټو سره سم اړوند تدبيرونه ونيسي، بلکې په کور دننه سياسي فضا يې هم ښه نه ده.

دوهم، اوس په امريکا کې د کوويد-۱۹ د خپرېدو حالت ډېر سخت دی او اقتصادي حالت يې هم له ډېرو ستونزو سره مخ دی. نو د نوي پړاو حکومت لپاره بېړنۍ کار په امريکې کې دننه د شته ستونزو حلول دي. امريکا به د اروپا او شاوخوا سیمو د امنيت لپاره څومره پيسې ولګوي؟ د دې ځواب هم لا مالوم نه دی.

د يادولو وړ ده، چې اروپايی هېوادونو په تېرو څو کلونو کې ډېر زيانمن شوي او د ستراتېژۍ په برخه کې يې خپله خپلواکي هم ډېره پياوړې شوې ده. ځينو اروپايي رسنيو د ناټو سرمنشي ستولتنبيرګ په قول ويلي، چې د امريکا نوی مشر به د ناټو پر ملګرو فشارونو ته او په تېره بيا په دفاعي چارو کې د لګښت په اړه به خپل فشار ته دوام ورکړي. د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ريدليون په څرګنده توګه ويلي، چې په اوسني نړيوال وضعيت کې اروپا د نورو تر لارښوونې لاندې نه شي پاتې کېدای، بايد پياوړې خپلواکي ولري. له دې څخه ښکاري چې د امريکا او اروپا ترمنځ توپيرونه او اختلافات ډېر او سخت دي، که څه هم جوبايډن غواړي د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې بيا عادي حالت ته راوګرځوي، خو بیا هم ښه والی به يې محدود وي.