د چين د دفاع وزارت وياند هيله څرګنده کړه چې د چين او امريکا پوځي اړيکې په سالمه او ثابته توګه پرمختګ وکړي
CRI2020-11-27 16:04:21
شريکول:

د چين د دفاع وزارت وياند ژن ګو چيانګ د نومبر په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې چين تل د دغه هېواد او امريکا پوځي اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري چې د دواړو پوځونو تر منځ اړيکې په سالمه او ثابته توګه پرمختګ وکړي. چين هيله لري چې امريکا نړۍ او چين ته په عاقلانه  نظر وګوري، د زمانې د پرمختګ له څپې سره سمون لرونکي کارونه او د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره ګټورې چارې تر سره کړي.

د امريکا د سمندري پوځ څانګې مشر او د ارام سمندر د هوايي پوځ قومندان په وروستيو ورځو کې د چين په اړوند غير مناسبې خبرې کړې. ژن ګوه چيانګ د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه د دفاع وزارت په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل دا د امريکا د ځينو چارواکو هميشنۍ سياست دی او غواړي چې رسانه يي همکارۍ بندې او د سړې جګړې ايډيالوژۍ او سيالی لار انتخاب کړي. چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي.