شي جين پينګ د چين او اسيان د ۱۷م نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ويډيويي وينا وکړه
cri2020-11-27 14:00:16
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۷مه نېټه د چين او اسيا د ۱۷ م نندارتون او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د سرمشريزې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ويډيويي وينا وکړه.

 شي جين پينګ وويل چې په ۲۰۱۳ کال کې مې اعلان وکړ چې هېواد يې غواړي له اسيان سره په ګډه په ۲۱مه پيړۍ کې د ورېښتمو سمندري لار اباده کړي تر څو د چين او اسيان د غړو هېوادونو ترمنځ د ګډ برخليک ټولنه جوړه شي. هغه وويل چې د بېلا بېلو هېوادونو برخليک هېڅکله د نن ورځې په شان دومره نژدې نه دی. چين د ګاونډي ديپلوماسۍ په برخه کې اسيان ته لومړيتوب ور کوي او اسيان د يو کمربند او يوې لارې مهمه سيمه بولي. چين غواړي چې له اسيان سره په بېلا بېلو ساحو کې همکارۍ وکړي،  سيمه ييزه سمسورتيا او پرمختګ وساتي او د چين او اسيان ترمنځ د ګډ برخليک لانژدې ټولنه دې اباده کړي.

لومړی، بايد متقابل باورلاټينګ شي او د يوې لوري پرمختيايي پلان دې له بلې لوري سره شريک شي.

دوهم، خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ دې پياوړې شي تر څو د سيمې اقتصادي بيا سمسورتيا چټکه شي.

درېيم، علمي او تخنيکي نوښتونه دې زيات شي او ډيجيټلي اقتصادي همکارۍ دې پياوړې شي.

څلورم، له کوويد ۱۹ سره په مبارزه کې دې د خپلمنځيو همکاريو له لارې د عامې روغتيا توان پياوړی شي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې چين به په راتلونکي کال کې د سوسياليزم د عصري کېدو نوی بهير پيل کړي.