د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۷ مه نېټه د چين او اسيان د ۱۷ م نندارتون او د چين او اسيان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې سرمشريزې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه.
نوموړي وويل؛ ما په ۲۰۱۳ کال کې ويلي وو، چې چين غواړي له اسيان هېوادونو سره په ګډه د ۲۱ مې پېړۍ د ورېښمو سمندري لار جوړه کړي او د لا نږدې اړيکو پربنسټ به د چين او اسيان د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي. ډېر خوشحاله يم، چې د اوو کالونو په درشل کې د دواړو خواوو د وصل کېدو لپاره د زېربناوو د جوړولو بهير لاچټک شوی، د اقتصاد د وصل کېدو کچه يې لا لوړه شوې، اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ يې ورځ تربلې زياتيږي او د خلکو اړيکې يې هم نږدې شوې دي. د چين او اسيان ترمنځ اړيکې د اسيا اوارام سمندر د سيمه ييزې همکارۍ لپاره تر ټولو بريالې نمونه او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو ښه بېلګه ده.