د چين د چانګ عه پنځم نمبر اکتشافي دستګاه په بريالۍ توګه له سپوږمۍ څخه ځمکې ته راښکته شوه
CRI2020-12-17 10:15:20
شريکول:

چين د سږ کال د نومبر په ۲۴مه نېټه، د چانګ عه پنځم نمبر په نوم علمي، څيړنيزه او اکتشافي دستګاه په بريالۍ توګه سپوږمۍ ته وتوغوله. دا د سپوږمۍ د رصد او څيړنې په برخه کې د چين د سيسټماتيکې پروژې درېيمه مرحله ده. د دغې څيړنيزې الې لومړی او دوهم ګامونه د سپوږمۍ پر چاپېر چورلېدل او د سپوږمۍ تل ته  ښکته کړل وو

 دغه دستګاه د بېجينګ پر وخت د ډسمبر د ۱۷مې نېټې د سهار وختي په يوې بجې او نهه پنځوسو دقيقو، د چين د داخلي مغولستان د سه ځي وانګ په سيمه کې په بريالۍ توګه راښکته شوه. مخکې تردې يوازې امريکا او پخواني شوروي اتحاد له سپوږمۍ څخه خاورې او ډبرې ځمکې ته راښکته کړې دي، داسې چارې په ټولې نړۍ کې د ليرې فضا څيړوونکو او مينوالو پاملرنې راجلبوي.

د معلوماتو له مخې، د امريکا فضايي بيړيو په شپږو ځلو کې درې سوه او يو اتيا اعشاريه اووه کيلوګرامه او د پخواني شوروي اتحاد فضايي بيړيو په درېيو ځلو کې درې سوه او دېرش ګرامه خاوره او کاڼي له سپوږمۍ څخه ځمکې ته راښکته کړي دي.

په ۱۹۷۸م کال کې د امريکا او چين ترمنځ رسمي اړيکې تازه ټينګې شوې وې، امريکا چين ته د سپوږمۍ يو ګرام ډبرې ډالۍ کړې، نيمې يې په دغه ميوزيم کې نندارې ته اېښودل شوي او لږ څه يې په علمي او تخنيکي څيړنو کې کارول شوي دي.

د ۱۹۷۶ کال د اګست په ۱۸مه نېټه له سپوږمۍ څخه ځمکې ته نمونې راوړې او له هغې تر اوسه ۴۴ کاله کېږي، چې د سپوږمۍ د خاورو او ډبرو نمونې نه دي تر لاسه شوي. نو نړيواله ټولنه د چانګ عه پنځم نمبر فضايي بېړۍ دغه ساينسي عمل ته سترګې په لار ده. د اروپا د فضانوردۍ ادارې څېړونکی جامس کارپنټر په دې نظر دی چې د چانګ عه بېړۍ دغه الوتنه به په راتلونکی کې د فضا اکتشاف لپاره يوه ښه ازموينه وي

د پلان له مخې، د چين د چانګ عه پنځم نمبر دستګاه ښايي له سپوږمۍ څخه کابو دوه کيلوګرامه خاوره او ډبرې ځمکې ته راوړي وي. دغه خاوره او ډبرې به د سپوږمۍ د علمي څيړنو لپاره ښه زمينه برابره کړي.

د فضا د اکتشاف په اړه د چين د ازموينو موخه نه يوازې د انسانانو تجسس او څېړنې سره مرسته کوي، بلکې د انسانانو د دايمي پرمختګ لارې هم مومي. د ايټاليا ساينس پوه جوسيپ وايي چې چين د فضايي ساينس او تکنالوژۍ په برخو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي، د سپوږمۍ د اکتشاف په اړه د چين ازموينې به ټولې نړۍ ته ګټې ورسوي.

ګرده کره د بشر ګډ کور دی او ساینس پوهان غواړي، د ليري فضا رمزونه پيدا کړي.

نجومي ټليسکوپونه په دې برخه کې ستر رول لوبوي. په چين کې اوس دوه ډېر مشهور نجومي ټليسکوپونه شته، چې پيمانې يې په نړۍ کې ډېرې لويې دي. يو يې غټ اسماني سيمه ييز څو موخه لرونکی اليافي طیف ټليسکوپ دی ( Large Sky Area Multi-Object Fiber Spectroscopy Telescope) چې د ۲۰۰۹م کال د جون په څلورمه نېټه يې په کار پيل کړی او د چين په هه بې ولايت کې ځای پر ځای شوی دی. دغه ټليسکوپ ته په چينايي ژبه ( ګوه شو جينګ) ويل کيږي. (ګوه شوجينګ ) د چين د يوان په مسلسله زمانه کې، يعنې کابو اته سوه کاله مخکې د نجومي، سترولوجۍ او الجبر يو ډېر مشهور کارپوه و، نو د چين حکومت د ده د يادونې لپاره دغه ټليسکوپ ته ګوه شو جينګ نوم ورکړی دی.

بل يې پنځه سوه متره ګرد راډيويي ټليسکوپ دی (Five-hundred-meter Aperture Spherical radio Telescope)، چې د ۲۰۱۶م کال د سپتمبر په ۲۵مه نېټه يې په کار پيل کړی او د چين په ګوې جو ولايت کې دی. د دغه ټليسکوپ پيمانه ډېره لویه ده او د فوټبال د دېرشو ميدانونو په پرتله هم لوی دی. تر اوسه پورې چيني کارپوهانو د دغه ټليسکوپ له لارې ۱۱۴ ګرځنده ستوري پيدا کړي دي. دغه دوه ټليسکوپونه د ليرې فضا د څيړلو په برخه کې ډېر ستر رول لوبوي.

دلته ښايي تاسو ته پوښتنه پيدا شي، چې ولې د چين د سپوږمۍ اکتشافي دستګاه ( چانګ عه) نومېږي؟

په چين کې د سپوږمۍ په باب زياتې افسانې او فولکلوريکي یا ولسي کېسې شته. په يوې افسانې کې ويل شوي، چې چانګ عه د قهرمان هوه يي ماندينه وه، د خاوند اکسير يې پټ وخوړل او پخپله آسمان ته والوته او يوه ښاپيرۍ وګرځېده. هغه د سپوږمۍ په دربار کې يوازې اوسېده او هلته یې يو سوی ملګری و. په چين کې (چانګ عه) د سپوږمۍ ښاپيرۍ بلل کیږي او اوس د چين د سپوږمۍ اکتشافي دستګاه هم پر همدې نوم يادیږي.

له دغې افسانې څخه څرګندېږي، چې د سپوږمۍ رمز پيدا کول د چينايانو يوه لرغونې هيله او ارزو ده. په عصري زمانه کې ساينس او تخنيک د چټک پرمختګ په حال کې دی، نو پر مټ به یې د ليري فضا پردې ګام په ګام پرانيستل شي.