په چين کې د ((دونګ جه)) ورځې د نمانځنې دودونه
CRI2020-12-21 10:52:18
شريکول:

د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې، د ۲۰۲۰م کال د دسمبر ۲۱مه نېټه د (( دونګ جه)) له ورځې سره برابره ده. په نړۍ کې اکثره هېوادونه له لمريزې جنترۍ څخه استفاده کوي، د دې ترڅنګ زيات هېوادونه هم له خپلې ځانګړې دوديزې جنترۍ څخه استفاده کوي. په چين کې له لمريزې جنترۍ پرته کرنيزه جنتري هم کارول کېږي. کرنيزه جنتري د سپوږمۍ او میاشت د بدلېدلو له مخې د مياشتو د ټاکنې په اړه يو ډول جنتري ده. لرغونو خلکو په دقيق ډول د لمر د دوران د څرګندولو لپاره په کرهنيزه جنتري کې ۲۴ برجونه ټاکلي وو، تر څو د څلورو فصلونو، د هوا حالاتو او د اقليم او موجوداتو بدلونونه وپيژني. د ۲۴ برجونو سره سم کرنه او حاصلات په منظمه او نوبتي توګه روانېږي. د پسرلي په مثال، د ((لي چون)) په نامه ورځ د پسرلي پيل دی او د ((يو شوې)) په نامه ورځ د باران د اوريدو پيل دی. د ((چون فن)) په ورځ کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ورځ او شپه برابره وي او له دې نه وروسته د لمر وړانګې ورځ په ورځ شمالي خوا ته ګرځيدل پيلېږي، نو په شمالي ځمکنۍ کره کې هوا ګام په ګام ګرمېږي. په دې وخت کې د چين په زياتره ځايونو کې فصلونه د ژر ودې او لويېدو په حال کې وي. ((چون فن)) له پسرلنۍ فضا څخه ډک يو ښه وخت دی، نو په چين کې دا جمله ډېره اوريدل کېږي چې د ((چون فن )) په ورځ د هر ساعت د زرو ((ليانګ)) يعنې پنځوسو کيلوګرامو سرو زرو په شان ارزښتناک دی.

((دونګ جه)) ورځ په ۲۴ برجونو کې  يوه ده چې د چينايانو لپاره يوه ډېره مهمه ورځ ده. د (( دونګ جه)) شپه په شمالي نیمه کره کې د کال تر ټولو اوږده شپه ده چې د افغانستان او ايران په شمول هېوادونو کې د يلدا له شپې سره او د کال موسمي ((ژمني )) له پیل سره برابره ده او له دې څخه وروسته شپې ورو ورو لنډېږي او ورځې اوږدیږي.

د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د ((دونګ جه )) ورځې د نمانځنې دودونه بېلا بېل دي. د چين په شمالي برخه کې خلک همېشه په همدې ورځ جياو ځه خوري. چينايان ((جياو ځه)) ډېر خوښوي، ځکه چې نه يوازې ((جياو ځه )) ډېر خوندور دي، بلکې د بختورتوب معنا هم لري. ((جياو ځه )) د غوښې او سبو څخه جوړيږي او شکل يې د نيمې سپوږمۍ غوندې دی. ((جياو ځه )) په ګرمو اوبو کې جوش کېږي او کله چې پاخه شي او خوړلو ته برابر شي، لږ سرکه هم ورسره ملګرې کېږي. د چين ((جياو ځه )) د ډکولو په منځ کې مواد څو سوه ډوله مواد دي چې خوندونه يې بېلا بېل دي. د چمتوالي طريقې يې دا دي چې لومړی بايد سبزي ومينځل او پاکه شي، وروسته تردې سبزې ټوټې ټوټې پرې کېږي، څو هګۍ په يوه کاسه کې ګډېږي او په غوړيو کې پخول کېږي. له دې نه وروسته پخې شوې هګۍ او سبزي سره ګډېږي چې پکې مالګه، شنه پياز، د لوبيا ساس پکې اچول کېږي او سره ګډېږي. له دې نه وروسته دغه چمتو شوي مواد په دايروي هوا روشوونکو چنيو نازکو پاستو کې اچول کېږي او قات او څنډې يې بندېږي او بيا په ګرمو اوبو کې جوش او پخېږي. ځکه چي د ((جياو ځه )) شکل د چين په لرغونې زمانه کې د يوان باو نومي پيسو غوندې دي. نو ځکه چينايان د پسرلني اختر او دونګ جه په شمول مهمو ورځو او اخترونو کې جياو ځه خوري او معنا يې دا ده چې يوه کورنۍ به په نوي کال کې لا زيات عايدات ولري. که د کورنۍ ټول غړي په ګډه د (( جياو ځه )) په جوړولو برخه ولري، فضا به يې ډېره ښه وي. د چينايانو په زړونو کې (( جياو ځه )) د کورنۍ مينې ښکارندويي کوي.

په چين کې د ((دونګ جه)) ورځې د نمانځنې دود د افغانستان او ايران په شمول هېوادونو کې د يلدا د شپې دود ته ورته دی. په افغانستان کې عامو خلکو به دا شپه په دې خاطر نمانځله چې د کار او روزګار اوږدې ورځې به لنډې شوې او شپې به اوږدې او سړې شوې د دوی ستړیا به د دې شپې په رارسیدو او له هغه څخه وروسته تر راتلونکي پسرلي پورې رفعه کیدله. دوی به د آرامۍ احساس کاوه ، ځینو خوراکونو تابیا به يې کوله چې په ځانګړې توګه به یې د انار او هندوانې میوې ډیرې خوړلې.