د بېجينګ پوهنتون
cri2020-12-24 14:54:07
شريکول:

د بېجينګ پوهنتون په ۱۸۹۸ کال کې تاسيس شوی او لومړی يې نوم د بېجينګ امپيريل پوهنتون و. د ۱۹۱۲ کال تر انقلاب وروسته يې نوم بېجينګ پوهنتون شو. د بېجينګ پوهنتون د ملي سمسورتيا او آزادۍ، د هېواد جوړونې او پرمختګ او د ټولنيز تمدن د پرمختګ لپاره نه هېرېدونکې مرستې کړې دي. په دې وروستيو کلونو کې ، د ۲۱۱ او ۹۸۵ پروژې تر ملاتړ لاندې د بېجينګ پوهنتون د پرمختګ نوې تاريخي مرحلې ته ننوتلی دی. نن ورځ ، د بېجينګ پوهنتون د هېواد د لويو او تخليقي استعدادونو د روزنې زانګو ګڼل کېږي.

د ۲۱۱ پروژه په ۲۱ پيړۍ کې د شاوخوا ۱۰۰ کالجونو او پوهنتونونو جوړولو او يو شمېر کليدي څانګو د ابادولو پروژه ده چې د ۱۹۹۵ کال په نومبر کې د دولتي شورا لخوا تصويبېدو وروسته يې فعاليت پيل کړی. د ۲۱۱ پروژه د نوي چين له جوړېدو راهيسې د لوړو زده کړو په برخه کې د چين د حکومت مهم اقدام دی چې د ساينس او ​​تعليم له لارې د هېواد د بيارغونې ستراتيژۍ د پلې کولو لپاره يوه لويه پرېکړه ده.

۹۸۵ پروژه هغې لويې پرېکړې ته اشاره کوي چې د تېرې پيړۍ په پای کې د چين د کمونېست ګوند او دولتي شورا لخوا په نړۍ کې د يو لړ مخکښو پوهنتونونو جوړولو لپاره شوې. په ۱۹۹۹ کال کې ۹۸۵ پروژه په رسمي ډول پيل شوې او د دې پروژې لومړۍ مرحله د بېجينګ پوهنتون او تسينګهوا پوهنتون کې پلې شوې وه.

د بېجينګ پوهنتون بهرني محصلين کولی شي له داخلې مخکې د چين د حکومت ،   بېجينګ ښار ، بېجينګ پوهنتون يا کنفوسيوس پوهنځي له خوا د بهرنيو محصلينو د سکالرشپونو لپاره غوښتنه وکړي. بېجينګ پوهنتون ته تر داخلېدو وروسته ، بهرني محصلين لاهم فرصت لري چې د خپلو علمي ريکارډونو او نورو جامع فعاليتونو پراساس د بېجينګ ښار د سکالرشپ غوښتنه وکړي.   .

   

 

د نړيوالو محصلينو لپاره د بېجينګ پوهنتون د سکالرشپونو لېست

 

 

NO.

د سکالرشپونو نوم

د سکالرشپونو ورکوونکي سازمانونه

د سکالرشپونو ګټوونکي

سکالرشپونه

د غوښتنې وخت

د غوښتنليک منلو اداره

د غوښتنې مرحله

1

د چين دولتي سکالرشپونه

د چين د ښوونې وزارت

ټول بهرنی محصلين

بشپړ سکالرشپونه ،نيمه سکالرشپونه

له دسمبر څخه تر جنورۍ پورې

په بهر کې د چين سفارتونه

يا نورې نومول شوې ادارې

پوهنتون ته تر داخلې دمخه

2

د چين دولتي سکالرشپونه د پوهنتون خپلواکه پروژه

د چين د ښوونې وزارت

ماسټران او ډاکټران

بشپړ سکالرشپونه

اپرېل

د نړيوالو محصلينو دفتر

پوهنتون ته تر داخلې دمخه

3

د بېجينګ پوهنتون د نړيوالو محصلينو سکالرشپونه

د بېجينګ پوهنتون

فارغ التحصيل، ماسټران او ډاکټران

بشپړ سکالرشپونه ،نيمه سکالرشپونه

می ، سپتمبر

د نړيوالو محصلينو دفتر

پوهنتون ته تر داخلې دمخه او له داخلېدو وروسته

 

 

د نړيوالو محصلينو لپاره د بېجينګ پوهنتون د سکالرشپونو ليست

 

 

NO.

د سکالرشپونو نوم

د سکالرشپونو ورکوونکي سازمانونه

د سکالرشپونو ګټوونکي

سکالرشپونه

د غوښتنې وخت

د غوښتنليک منلو اداره

د غوښتنې مرحله

4

د کنفوسيوس پوهنځي سکالرشپونه

د چين د چيني ژبې دفتر

د چيني ژبې په اړه د اړوندې څانګې ماسټران، عادي محصيل

بشپړ سکالرشپونه  

له مارچ څخه تر اپرېل پورې

د چين د نړيوالو محصلينو دفتر،د چيني ژبې دفتر

پوهنتون ته تر داخلې دمخه

5

د چين د څېړنې په اړه د کنفوسيوس پوهنځي نوې پروژه

د چين د چيني ژبې دفتر

 ډاکټران،غوره محصيل

بشپړ سکالرشپونه

د کال خبرتيا وګورئ

د چين د نړيوالو محصلينو دفتر،د چيني ژبې دفتر

پوهنتون ته تر داخلې دمخه

6

د بهرنيومحصلينو لپاره د بېجينګ ښار     سکالرشپونه

د بېجينګ حکومت

فارغ التحصيل، ماسټران او ډاکټران

د ښوونې سبسايډي  

د نويو محصلينو د د شموليت موده ،

اکتوبر   

د چين د نړيوالو محصلينو دفتر

پوهنتون ته تر داخلې دمخه او له داخلېدو وروسته

7

د غوره محصلينو لپاره سکالرشپونه

د چين د ښوونې وزارت

فارغ التحصيل، ماسټران او ډاکټران

د ژوند سبسايډي

د کال خبرتيا وګورئ

د چين د نړيوالو محصلينو دفتر

پوهنتون ته تر داخلېدو وروسته