د بېجينګ د بهرنيو ژبو پوهنتون
CRI2020-12-31 17:46:24
شريکول:

د بېجينګ د بهرنيو ژبو پوهنتون (Beijing Foreign Studies University یعنې BFSU) په ۱۹۴۱م کال کې جوړ شوی او په چين کې له مشهورو پوهنتونونو څخه شمېرل کيږي. دغه پوهنتون په چين کې د بهرنيو ژبو د زده کړې په برخه کې يو ډېر لرغونی او عالي پوهنتون دی او د بهرنيو ژبو شمېر يې د چين د نورو پوهنتونونو په پرتله زيات دی.

د بېجينګ د بهرنيو ژبو پوهنتون اوس يو مهم ښوونيز مرکز دی، چې د ډيپلوماتانو، ژباړونکو، سوداګرو، خبريالانو، حقوقپوهانو او بانکدارانو په شمول مسلکي کسان پکې روزل کيږي. دغه پوهنتون د ډيپلوماتانو د روزنې د عمده ځای په توګه هم يادېږي.

دغه پوهنتون ۲۲ بېلابېل پوهنځي او څانګې لري او ٦٧بهرنۍ ژبې پکې تدريس کيږي. دغه پوهنتون تر اوسه پورې، د ۹۱ هېوادونو او سيمو له ۳۱۳ پوهنتونونو او علمي اکاډميو سره همکاريزې اړيکې ټينګې کړې دي. هر کال د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو تقريباً ۴ زره بهرني محصلين دغه پوهنتون ته د زده کړو او يا سفر کولو لپاره ځي.

د چين د بهرنيو ژبو پوهنتون ويبپاڼه: http://www.bfsu.edu.cn

 

د بېجينګ بهرنيو ژبو پوهنتون په ۲۰۱۶ کال کې له کابل پوهنتون سره يوه هوکړه لاسلیک کړه، چې له مخې يې په دغه پوهنتون کې د پښتو ژبې کورسونه پرانيستل شول او پروفيسور جانګ مين ځينو محصلينو ته پښتو ژبه ور زده کړه.

دغو دواړو پوهنتونونو د پښتو او دري ژبو څانګو د جوړولو، د اړوندو ښوونکو د روزلو او لېږلو، د تدريسي کتابونو د ليکلو او د محصلينو د تګ راتګ په برخه کې نژدې اړيکې ساتلې دي، خو د بېجينګ بهرنيو ژبو پوهنتون کې لا تر اوسه د پښتو او دري ژبو څانګې نه دي جوړې شوي.

پرون يعنې د نومبر په ۲۴مه نېټه په چين کې د افغانستان لوی سفير جاويد احمد قايم د بېجينګ د بهرنیو ژبو پوهنتون د مرستيال په شمول له څو چارواکو او استادانو سره وکتل.

دواړو خواوو په بېجينګ کې د پښتو او دري ژبو د مرکز پر پرانيستلو بحث وکړ او هوکړه يې وکړه، چې د بېجينګ بهرنيو ژبو پوهنتون به په روان کال کې یو استاد د پښتو ژبې د زده کولو لپاره کابل پوهنتون ته واستوي او تر راتلونکو دوو کلونو پورې به په بېجينګ کې د پښتو ژبې او کلتور مرکز فعال کړي.

 

بېجينګ د بهرنيو ژبو پوهنتون د روان کال په جولای کې د ۲۰۲۰ کال د چين د ۱۰۰ غوره پوهنتونونو په ليست کې ۸۴م ځای ونيوه او اوس مهال څه دپاسه زر بهرني محصلين پکې په زده کړو بوخت دي.

دغه پوهنتون ډېرې څانګې لري، چې تر ټولو غوره يې دا دي: بهرنۍ ژبې او ادبيات (Foreign Language and Literature)، ماليه (Finance)، ډيپلوماتيک علوم (Diplomatic Science )، نړيوال اقتصاد او سوداګري(International Economics and Trade) .

په دغه پوهنتون کې د ژباړې او ترجمې پوهنځی (the Graduate School of Translation and Interpretation يعنې GSTI) په ۱۹۹۴ کال کې پرانېستل شوی او دغه ځای پخوا د ملګرو ملتونو د ژباړونکو روزنيز مرکز و.

دغه پوهنځیي تر ۲۰۱۸ کال پورې د م.م په شمول د نړيوالو او کورنيو سازمانونو لپاره څه باندې ۱۸۰۰ غوره ژباړونکي روزلي دي.

په امريکا کې د چين لوی سفير څوی تيان کای، په ملګرو ملتونو کې د چين پخواني سفير ليو جيه يي او د چين په خارجه وزارت کې څو لوړ پوړي ډيپلوماتان او په مختلفو نړيوالو سازمانونو کې زيات شمېر چيني مامورين له همدې پوهنځي څخه فارغ شوي دي.

څنګه؟ دغه پوهنتون مو خوښ شو؟