په ۲۰۲۰ کال کې د چين لس غوره او مخکښ طبي پوهنتونونه
CRI2021-01-15 20:43:38
شريکول:

په ۲۰۲۰ کال کې د چين لس غوره او مخکښ طبي پوهنتونونه دا دي:

۱.د بېجينګ د شيې هه طبي پوهنتون (Peking Union Medical College)

۲. د بېجينګ د چيني درملو پوهنتون (Beijing University of Chinese Medicine)

۳. جنوبي طبي پوهنتون (Southern Medical University)

۴. د پلازمېنې طبي پوهنتون (Capital Medical University)

۵. د هاربين طبي پوهنتون (Harbin Medical University)

۶. د شانګهای د چيني درملو پوهنتون (Shanghai University Of Traditional Chinese Medicine)

۷. د تيانجين طبي پوهنتون (Tianjin Medical University)

۸. د چين د درملو پوهنتون (China Pharmaceutical University)

۹.د نانجينګ طبي پوهنتون(Nanjing Medical University)

۱۰.د چين طبي پوهنتون (China Medical University)

په ۲۰۲۰ کال کې د چين د طبي پوهنتونونو په لېست کې د بېجينګ شيې هه طبي پوهنتون (Peking Union Medical College) لومړی ځای نيولی دی.

د بېجينګ شيې هه طبي پوهنتون په ۱۹۱۷ کال کې جوړ شوی دی. اوس دغه پوهنتون ۱۹ انسټېټیوټونه، شپږ وابسته روغتونونه، اووه پوهنځي، دوه ملي مرکزونه، پنځه دولتي مهم لابراتوارونه، ۳۵ د روغتيا وزارت مهم لابراتوارونه، شپږ د پوسټ دوکتورا د روزنې مرکزونه او ۱۳ مهمې څانګې لري.

شپږ هغه روغتونونه چې په دې پوهنتون پورې تړلي دي:

Peking Union Medical College Hospital, Fu Wai Hospital, Cancer Hospital, Plastic Surgery Hospital, Blood Diseases Hospital, Skin Disease Hospital

د دې  پوهنتون دولتي مهمې څانګې:

Biology, Pharmacy, Immunology, Pathology and Pathophysiology, Dermatology and Venereology, Imaging Medicine and Nuclear Medicine, Obstetrics and Gynecology, Oncology, Anesthesiology, Internal Medicine, Surgery (extra-thoracic), Surgery (extra-osseous), Surgery (General Surgery)…

د بېجينګ د چيني درملو پوهنتون (Beijing University of Chinese Medicine)  په ياد ليست کې دوهم ځای نيولی دی. دغه پوهنتون په ۱۹۵۶م  کال کې جوړ شوی دی او په چين کې د چيني درملو لومړی پوهنتون دی، چې‌ بهرني محصلين پکې زده کړې کوي.

په دغه پوهنتون کې تر دې دمه،  د ۹۴ هېوادونو او سيمو څه باندې شل زرو محصلينو زده کړې کړې دي او اوس د چين پر دودیزو درملو ډېر پوهېږي.

دغه پوهنتون اوس د ۳۱ هېوادونو او سیمو له ۱۱۸ مشهورو پوهنتونونو او سازمانونو سره همکاريزې اړيکې لري.

د دې پوهنتون ۱۲ پوهنځي:

School of Traditional Chinese Medicine, School of Chinese Materia Medica, School of Life Sciences, School of Acupuncture, Moxibustion and Tuina, School of Management, School of Nursing, School of Humanities, School of Chinese Culture Studies, International School, School of Distance Education, School of Continuing Education, Physical Teaching Department.

اته هغه روغتونونه چې دغه پوهنتون پورې تړاو لري:

Dongzhimen Hospital, Dongfang Hospital, Third Affiliated Hospital,Zaozhuang Hospital, Shenzhen Hospital, Fangshan Hospital, Sun Simiao Hospital, Xiamen Hospital, Guoyitang TCM Clinic.

سويلي طبي پوهنتون  (Southern Medical University)  په ياد ليست کې درېيم ځای نيولی دی. دغه پوهنتون د چين په ګوانګ دونګ ولايت کې دی او په ۱۹۵۱م کال کې جوړ شوی دی. دغه پوهنتون د طب درې مهمې څانګې، يو مهم لابراتوار او ۱۳ وابسته روغتونونه لري، چې کابو له ۱۲ زرو او     ۶۰۰ څخه زيات بسترونه لري او هر کال کابو ۱۶ ميليونه او۴۵۰ زره کسان پکې درملنه کوي.

د دې پوهنتون  د طب درې مهمې څانګې:

Internal Medicine (Gastrointestinal Surgery)

Human Anatomy & Histology and Embryology

Integrated of Traditional Chinese Medicine and Western Medicine

دغه پوهنتون د ۲۰ هېوادونو له ۶۱ پوهنتونونو او سازمانونو سره همکاريزې اړيکې جوړې کړې دي.

د پلازمېنې طبي پوهنتون (Capital Medical University) په ياد ليست کې څلورم ځای نيولی دی. دغه پوهنتون د چين په مرکز بېجينګ کې دی او په ۱۹۶۰ کال کې جوړ شوی دی.  دغه پوهنتون ۱۱ پوهنځي او ۱۹ وابسته روغتونونه لري.

د دغه پوهنتون هر پوهنځی ۸ څانګې لري:

Surgery (Neurosurgery), Ophthalmology, Otorhinolaryngology, Internal Medicine (Cardiovascular Disease), pediatrics, Neurology, Internal Medicine (Digestive System Diseases), Imaging Medicine and Nuclear Medicine.

د دې پوهنتون هغه څانګې، چې د ESI په لېست کې شاملې دي:

clinical medicine, neuroscience and behavior, pharmacology and toxicology, immunology, biology and biochemistry, molecular biology and genetics, general social science, psychiatry and psychology.

دغه پوهنتون د ۱۹ هېوادونو او سیمو له کابو ۵۰ پوهنتونونو او سازمانونو سره همکاریز تړونونه لاسلیک کړي دي. اوس په دغه پوهنتون کې د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا څه باندې ۶۰۰ بهرني محصلين زده کړې کوي.