شي جين پينګ په ژنيو کې د نړيوالو ننګونو پر وړاندې د مقاومت په اړه چيني نقشه بيان کړه
cri2021-01-15 15:06:55
شريکول:

د ۲۰۱۷م کال په جنورۍ کې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د م م د ژنيو له مقر څخه ليدنه کړې او په نوې پېړۍ کې د چين لومړی لوی مشر و چې دغه مقر ته يې سفر کړی. د دې ليدنې په وخت کې، نوموړي د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو پر بنسټ په نوې زمانه کې د چين د ديپلوماتيکو تګلارو اصلي محتويات بيان کړل او د نړۍ لويو ننګونو پر وړاندې د مقاومت لپاره يې يو چيني پلان وړاندې کړی. د کرونا وبا له خپرېدو وروسته، دغه پلان لا زياتې پاملرنې راجلب کړې.

شي جين پينګ په خپلې وينا کې د انسانانو په وړاندې د امنيتي ننګونو په نسبت ساري ناروغۍ کنټرول ته ډېر اهميت ورکړي او دې ته يې اشاره کړې، چې د انقلوانزا، ايبولا او زيکا ويروس (Zika virus ) په ګډون ساري ناروغۍ په مسلسل ډول طبي امنيت ته خبرداری ورکړي، د روغتيا نړيوال سازمان دې د ناروغيو نظارت، مالوماتو ورکولو، د تجربو او د تخنيکونو شريکولو په ساحه کې خپلې هڅې پياوړې کړي. هغه وويل، " په دې نړۍ کې يو دايمي امنيت لرونکې سيمه شتون نه لري.

له کرونا وبا سره د مبارزې په کليدي وخت کې، شي جين پينګ په ويډيويي يا ټليفوني لاره له بهرنيو مشرانو او د نړيوالو سازمانونو له چارواکو سره خبرې اترې کړې، د روغتيا نړيوالې غونډې او د شلو صنعتي هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې په ګډون ۲۲ څو اړخيزو فعاليتونو کې يې ګډون کړی او له کرونا وبا سره د ګډې مبارزې نمونه يې وړاندې کړې. په ۲۰۲۰م کال کې، د چين د جوړېدو راهيسې بهرنيو سره تر ټولو لويه پيمانه طبي مرسته کړې، د ۲۰۲۰م کال د دسمبر تر دوهمې لسيزې پورې، چين نورو هېوادونو او سازمانونو ته ۲۰۰ ميليارډه ماسکونه، ۲ ميليارډه محافظتي جامې، ۸۰۰ ميليونه د ارموينې کيټونه او ۳۶ طبي ډلې برابرې کړې. چين چې په واکسين جوړولو کې پرمختللی هېواد دی، د کرونا وبا ضد واکسين د تزريق پلان يې جوړ کړی، د برازيل، اندونيزيا، مصر او ترکيې په ګډون زياتو پرمختيايي هېوادونو د چين واکسين تر لاسه کړی. (شکريه)