د چين د بهرنۍ سوداګرۍ صادراتي او وارداتي ارزښت نوی تاريخی ريکارډ جوړ کړی
cri2021-01-15 11:20:14
شريکول:

د چين د ګمرکاتو عمومې ادارې د جنوري په څوارلسمه نېټه د ۲۰۲۰ کال لپاره د چين د بهرنې سوداګرۍ په باب معلومات وړاندې کړل چې له مخې يې د چين عمومي صادراتي او وارداتي ارزښت، عمومي صادراتي ارزښت نوی تاريخی ريکارډونه جوړ کړي او په نړيوال بازار کې د چيني توليداتو برخه د پخوا په پرتله زياته ده. د کوويد ۱۹ وبا او د نړيوالې سوداګرۍ د کمېدو په حال کې د يادې لاسته راوړنې ګټل اسانه نه دي، خو د چین د بهرنې سوداګرۍ د پرمختګ له کبله  نړيوال صنعتي او برابرونکي ځنځيرونه بيا اعاده شوي دي.

دا چې تېر کال د چين حکومت د کوويد ۱۹ وبا د کنټرول او مخنيوي ترڅنګ توليدي چارې بيا پيل کړې، د تېر کال په لومړۍ ربعه کې تر شاتګ وروسته د چين بهرنې سوداګرۍ په چټکۍ سره ثابت حالت ته داخل شوې او صادراتي او دارداتي ارزښت يې زيات شوی دی. د يوې شمېرنې له مخې تېر کال د مالونو سوداګرۍ عمومی صادراتي او وارداتي ارزښت ۳۲۱۶۰ ميليارډو يوانو ته رسيدلی چې د وړم کال په پرتله په سلو کې يو اعشاريه نهه زيات شوی دی. چين په ۲۰۲۰ کال کې په نړۍ کې يوازنې عمده اقتصاد ګرځيدلی چې د مالونو سوداګرۍ مثبت پرمختګ موندلی دی. د چين تصدۍ د بهرنې سوداګرۍ په هکله ډېر معلومات لري. جونګ ښه مينګ د چين د ګوانګ دونګ په شون ده کې د فرنيچر د فابريکې مسئول دی او د چين د ميډيا ګروپ له يوه خبريال سره د مرکې په ترڅ کې يې وويل چې تېر کال د سپارښتنو اندازې د زياتوالي انډول په سلو کې دېرشو ته رسيدلی او د صادراتي سپارښتنو مهالوېش تر جون لاندې ترتيب شوی دی.

د دغو تصديو د سپارښتنو زياتوالی داسې ښيي چې چيني توليداتو ته نړيوالې اړتياوې په پر له پسې توګه ډېرې شوې دي په تېره بيا د کوويد۱۹ وبا د مخنيوي او کنټرول او په کورونو کې د پاتې کېدو لپاره د اړتيا وړ توکو ته د اړتياوو په زياتېدو سره د چين صادراتو چټک پرمختګ موندلی دی.

د چين د رسمي شمېرنې له مخې تېر کال د منسوجاتو،طبي تجهيزاتو او درملو عمومی صادرات په سلو کې يودېرش زيات شوي چې په دې جمله کې د تېر کال د مارچ تر پايه پورې د چين له خوا د صادر شويو ماسکونو شمېر ۲۲۴ مليارډه او دوه سوه مليونو ته رسيدلی يعنی چين له خپل هېواد پرته د نورو هېوادونو هر تن ته نژدې څلوېښت ماسکونه برابر کړي دي.سربېره پردې تېر کال د چين د کمپيوټرونو او د کور وسايلو صادرات په سلو کې ۲۲ اعشاريه ۱ زيات شوي  چې له امله يې نه يوازې د کوويد ۱۹ وبا د کنټرول او مخنيوي توکو ته اړتياوې تضمين شوې بلکې د وبا په موده کې د نړيوالو کاري او مصرفي اړتياوې هم پوره شوې دي. چين له کوويد ۱۹ سره د مبارزې لپاره مهم خدمتونه کړي دي.

۲۰۲۰ کال يو ځانګړی کال و، خو په همدې کال کې د چين د بهرنې سوداګرۍ ثابت پرمختګ او د اقتصادي پرمختګ د کيفيت لوړوالی نه يوازې د چين له اقتصادي بنسټ سره بلکې د چين د تګلارو جوړونکو له دقيقوالي او د چينايانو له کوښښونو سره هم تړاو لري. له دې څخه له ننګونو سره د چين اقتصاد د مقابلې توان او ځواک ښکاريږي او له دې کبله په نړيوال صنعتي او برابرونکي ځنځيرونو کې د چين مهم مقام لا ټينګ شوی دی. د سوداګرۍ د نړيوال سازمان او د مختلفو هېوادونو د شمېرنو له مخې د ۲۰۲۰ کال په لومړيو لسو مياشتو کې د چين عمومی صادراتي او وارداتي ارزښت، عمومي صادراتي ارزښت او له نړیوال بازار څخه د چين له خوا د وارد شويو توليداتو برخو  په جلا جلا توګه نوی تاريخي ريکارډونه جوړ کړي دي.

دا د  پاملرنې وړ ده چې تېر کال د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو له ټولنې،اروپايي ټولنې او امريکا سره د چين عمومی صادراتي او وارداتي ارزښت په جلا جلا توګه اووه، پنځه اعشاريه درې او اته اعشاريه اته سلنه زيات شوی دی. د چين او د يو کمربند او یوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ صادراتي او وارداتي ارزښت ۹۳۷۰ مليارډه يوانو ته رسيدلی چې دغه رقم د مخکني کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې يو زيات شوی دی. چين په نړۍ کې د مالونو سوداګرۍ د لومړی لوی هېواد په توګه د خپل مقام د ټينګېدو ترڅنګ له نورو سوداګريزو همکارانو سره پرمختيايي ګټې شريکې کړې دي.

دا ثابتوي چې د نړيوال کېدو پر وړاندې مختلف هېوادونه له کوويد ۱۹ وبا سره په مبارزه کې يوازې د يووالي په ساتلو او خلاصون پرمخبيولو سره، نړيوال صنعتي او برابرونکي ځنځيرونه اعاده کيدای شي.