په سياسي چارو کې افراطيت د امريکا ځواک ته زيان رسوي
cri2021-01-16 15:26:26
شريکول:

د نوي کال په پيل کې د امريکا د اوسني ولسمشر پلويانو د دې هېواد د ملي کانګرس په ودانۍ کې د زورزياتي پېښې ترسره کړې او ويې غوښتل چې د ولسمشرۍ د ټاکنو نتيجه بدله کړي. دغه پېښه په امريکا کې د سياسي طوپان سبب شوه. تر هغه وروسته د ديموکرات ګوند په هڅو سره د امریکا د استازو جرګې د تاوتريخوالي د لمسولو په تور د دوهم ځل لپاره ولسمشر ټرمپ استيضاح کړ. له دغې سياسي ډرامې څخه د امريکا په سياست کې د افراطيت پټې ځانګړتياوې ښکاره شوې دي.

د امريکا دوه ګوندونه خپلو ګوندي ګټو ته ډېره پاملرنه کوي خو د هېواد او خلکو ګټې له پامه غورځوي چې د دوی کړنې د سياسي نظام د جوړېدو له موخې څخه سرغړونه ده. د امريکا د اوسني سياسي نظام له مخې د ولسمشر واک او د مشرانو او استازو جرګو لارښوونکی حق د يو ګوند له خوا نه شي کنټروليدای، نو دوو ګوندونو د واکمني ادارې د لټون په موخه هميشه يو له بل سره موافقه نه کوي او د کليدي تګلارو په هکله ګډو نظريو ته ژر نه رسيږي چې دا په امريکا کې د ډېرو ټولنيزو تضادونو د پر ځای پاتې کېدو لامل شوی دی. په بله خوا د امريکا په ټولنيز جوړښت کې ډېر بدلونونه راغلي او د ګټو ويش پکې برابر نه دی او دغه راز بېلا بېلې ډلې د دولتي تګلارو په اړه ناخوښي څرګندوي. د امريکا دوه ګوندونه د دغو موضوعاتو په هکله اختلافونه لري چې په نتيجه کې به د امريکايانو ګټو ته زيانونه ورسوي.

که د امريکا سیاسي او ټولنيز بحران حل نه شي ، نو د دوو ګوندونو د واک پر سر سيالۍ به د دې هېواد ځواک ته سخت زيان ورسوي.