ګټې اخيستونکې ډلې د امريکا د سياسي زوال تحريک کوونکې دي
cri2021-01-16 16:35:17
شريکول:

څلور کاله دمخه، د امريکا د جمهوريت غوښتونکي ګوند کانديد ټرمپ ژمنه کړې وه چې هغه به د واشينګټن سياسي ډلګۍ پاکه کړي. خو څلور کاله تېر شوي، خلک لا ويني چې د واشينګټن سیاست په لا ژوره ډلګۍ کې بند دی. د دې حالت لامل دا دی چې ګټې اخيستونکې ډلې له سياسي ډلو سره تړل شوي چې دا د امريکا د سياسي زوال تحريک کوونکې دی.

په امريکا کې  ګټې اخيستونکو ډلې او شخصيتونه د لابيګرانو له لارې د حکومتي تګلارو پر جوړولو اغيزه کوي. د امريکا د بسپنې د شمېرنې شرکت (Opensecrets)د يوې شمېرنې له مخې له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۱۹ کاله پورې په دې هېواد کې د ثبت شويو لابيګرانو کلنی شمېر له لسو زرو څخه اوښتی دی او لګښت يې په ۲۰۰۰ کال کې له يو ميليارډه او ۵۶۰ مليونو امريکايي دالرو څخه په ۲۰۱۹ کال تر ۳ ميليارډو او ۵۱۰ مليونو امريکايي ډالرو پورې و. د دغو لابيګرانو له لارې د ځواکمنو ډلو ګټې د کمزورو خلکو له ګټو څخه اوښتې چې له امله يې امريکايي حکومت د منځنيو او ټيټو ټولنو نظرونو ته ارزښت نه دی ور کړی.

د امريکا پر سياست د ګټه اخيستونکو ډلو تر ټولو مستقيمه اغيزه له ټاکنو څخه ښکاريږي او دوی د پيسو ور کولو له لارې د امريکا سياست ته پرمختګ ور کوي. د دې هېواد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډېرو لويو سياسي اجرائيه  کميټو د شتون له امله د امريکا د ګټه اخيستونکو ډلې په لیونۍ توګه پيسې راغونډوي او کانديدانو ته پيسې ور کوي او له دې لارې د بېلا بېلو کچو د ټاکنو پر نتيجې اغيزه کوي. د ياد شرکت د شمېرنې له مخې تېر کال په ټوله امريکا کې ټولټال ۲۲۷۶ ډېرې لويې سياسي اجرائيه کميټې شتون لري چې د دوی له خوا د راغونډو شويو پيسو شاوخوا درې ميليارډ او ۱۶۰ مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلی دی.

د امريکا سياست د ګټه اخيستونکو ډلو له خوا اغيزمن شوی چې دا يو سيستماتيک فساد بلل کيږي او د امريکا سیاستوال هم له پيسو سره تړاو لري. نو هر څوک چې د ولسمشر په توګه وټاکل شي، امکان نه شته چې د امريکا د پيسو سياست طبيعت بدل کړي.