ايران له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې په نړيوالو سازمانونو کې د دغه هېواد پر ډيپلوماتانو او کارکوونکو بنديزونه لغوه کړي
cri2021-01-17 15:07:39
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ۱۶مه نېټه له امريکا څخه غوښتنه وکړه، چې په نړيوالو سازمانونو کې دې د دغه هېواد پر ډيپلوماتانو او کارکوونکو بنديزونه لغوه کړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت ویاند سعيد خطيب زاده په همدې ورځ د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د امريکا حکومت له اوږدې مودې راهيسې په دغه هېواد کې د نړيوالو سازمانونو پر ايراني ډيپلوماتانو او کارکوونکو او د دوی پر کورنيو غير قانوني بنديزونه لګولي او د دوی دندې يې له خنډونو سره مخ کړې دي، امريکا دې له خپلو غير قانوني کړه وړه بند کړي.

د ايران د ولسمشر دفتر رئيس محمود واعضي په همدې ورځ ټولنيزې رسنۍ باندې پر خپلې پاڼې ليکلي چې پر ايران د امريکا بنديزونه ښکاري چې د ټرمپ حکومت د خپل ماموريت په وروستي پړاو کې بيا هم د ايران ضد له تګلارو څخه لاس نه اخلي.