په ناروې کې ۲۳ کسان د فيزر جوړ کووېد-۱۹ضد واکسین له کولو وروسته مړه شوي
cri2021-01-17 14:36:56
شريکول:

د ناروې پر وخت د جنورۍ په ۱۴مه نېټه خبرونه خپاره شول چې په دغه هېواد کې ۲۳ د لوړ عمر لرونکي د فيزر(Phizer) شرکت جوړ د کووېد-۱۹ضد واکسين له کولو وروسته مړه شوي او د ناروې د طبي ارزونې ادارې د ياد واکسين جانبي عوارض د دغو کسانو د مړينې ممکن لامل بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په ياد هېواد کې يوازې ۲۵زره کسانو د کووېد-۱۹ضد واکسين کړی دی. په همدې ورځ همدارنګه خبر ورکړی شوی چې په جرمني کې ۱۰کسان او په فرانسه کې يو کس د همدغه واکسين له کولو وروسته مړه شوي دي.

د ناروې د درملو ادارې مشر روغتياپوه سيګورډ هورتيمو وويل، چې د يادو ۲۳ مړه شوو کسانو د تبې او خوا ګرځېدو په ګډون د mRNA ډول واکسين ځيني عادي جانبي عوارض او نښې رامنځته شوې دي، ښايي د کمزورو، زړو کسانو د مړینې سبب ګرځېدلی وي. د يادې ادارې استازي سټېنر مدسن وويل، په دی  هېواد کې د ۲۳ واکسين شوو کسانو د مړينې خبر خلک نه دي اندېښمن کړي او دغه واکسين خطرناک نه دی.

تر اوسه لويو لويديځو خبري رسنيو په دې اړه رپوټونه نه دي خپاره کړي. 

څو چيني طبپوهانو د جنورۍ په ۱۵مه نېټه د دغه هېواد ګلوبال ټايمز(Global Times) ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال وويل، دا چې لويديځو رسنيو تر اوسه په دې اړه خبرونه، شننې او تحقيقي رپوټونه کم خپاره کړي، نو د اوس لپاره په دې اړه قضاوت اسانه نه شي کيدلی چې د فيزر واکسين او د واکسين شوو کسانو د مړينې ترمنځ څه اړيکې موجودې دي، خو دوی همدارنګه زیاته کړه چې د دغه واکسین اغېزې او جانبي عوارض ډېر د پاملرنې وړ دي.