د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د تازه شمېرنې له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي ارزښت۳۲۱۶۰ميليارډه يوانو ته رسېدلی او دغه هېواد د نړۍ یوازينی لوی اقتصادي طاقت دی، چې په وده کې يې زياتوالی راغلی دی.
د والسټريټ ژورنال ورځپاڼې خبر ورکړی چې په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا وبا له امله نړيوالې سوداګرۍ ته ډېر زيانونه رسېدلي ، خو د چين بهرنۍ سوداګرۍ تر زياتې منفي اغېزې لاندې نه وه راغلې. په تېر کال کې د چين صادرات د تاریخ تر بلې هرې مودې زيات وو او دغه هېواد د کرونا وبا له امله ډېر ځپل شوی ، خو د نړۍ یوازينی لوی اقتصادي طاقت و چې تېرکال يې په اقتصادي وده کې زياتوالی راغلی دی.
رويټرز اژانس په همدې ورځ د يوه رپوټ په خپرولو سره ويلي چې د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر کې د چين صادراتو د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په پرتله ٪18.1 زياتوالی ښودلی او دغه شمېر د دې خبري اژانس له وړاندوينې څخه ٪3.1 زيات دی. په دغه رپوټ کې د تحليلګرو له قول ويل شوي ، چې طبي او دفتري موادو ته د نړيوال بازار د لويې تقاضا په خاطر به د چين صادرات لاپسې زيات شي.