د کوويد ۱۹ضد واکسين په اړه د چين او اندونيزيا ترمنځ همکارۍ له کوويد ۱۹ سره په مبارزه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پاملرنې وړ ټکی دی
cri2021-01-18 17:22:24
شريکول:

د جنوري د څوارلسمې نيټې په سهار اندونيزيا په وړيا توګه خپلو خلکو ته د کوويد ۱۹ ضد واکسين ورکونه پيل کړې ده. د دې هېواد حکومت د دې واکسين په اړه د همکارۍ په برخه کې د يوه همکار په توګه چين انتخاب کړی دی. د دې هېواد د بيولوژيکي درملو د توليدي شرکت وياند د سينهوا اژانس له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې اندونيزيا له چين څخه نه يوازې د کوويد ۱۹ضد واکسين بلکې د دې واکسين د څېړنې او توليد تخنيکونه هم اخيستي دي چې دا په دې برخه کې د اندونيزيا د توليدي توان د پياوړتيا لپاره يو ګټورکار دی. هغه وويل، د چين هغه ژمنه چې چيني واکسين به په نړۍ کې د عامه توليد په توګه وګرځي، په ټوله نړۍ کې د دې واکسين د ورکولو او د دې وبا د ختمېدو لپاره يو ګټوره او اغيزمن کار دی.

د اندونيزيا د واکسين د ور کولو کارونو وياند له خبريال سره په مرکې کې وويل چې د کوويد ۱۹ ضد واکسين يوازې په داسې حال کې ساتل کېدای شي چې د تودوخې درجه يې د سانټیګراد له دوو څخه تر اتو درجو پورې سانټیګريد دی. دغه ټکی د اندونيزيا لپاره ډېر مهم دی، ځکه بنسټيز تأسيسات هغومره بشپړ نه دي.(غاټول)