ښايي په راتلونکو ۳ اوونيو کې په امريکا کې ۸۰ زره تنه د کرونا وبا له امله مړه شي
cri2021-01-18 14:30:44
شريکول:

د سيهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ناورغۍ کنټرول او وقايې مرکز تازه پېشبيني کړې، چې ښايي د روان کال د فبرورۍ تر ۶مې نېټې پورې، په دغه هېواد کې د کرونا وبا له امله د مړو شمېر له ۴ لکه او ۴۰ زرو څخه ۴ کله او ۷۷ زرو ته ورسېږي، دغه راز ښايي په راتلونکيو ۳ اوونيو کې په دغه هېواد کې ۸۰ زره تنه د کرونا وبا له امله مړه شي.

د امريکا د جان هاپکينز پوهنتون د تازه شمېرې سره سم، د ختيځې امريکا په وخت د جنورۍ د ۱۶مې نېټې تر شپې پورې، په امريکا کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۳ ميليونه ۷ لکه او ۵۰ زرو ته رسېدلی، او له دې امله د مړو شمېر له ۳ لکه او ۹۵ زرو څخه اوښتی دی. (شکريه)