د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند خطيب زاد د جنورۍ په ۱۷مه نېټه وويل، ايران به په کوريا جمهوريت کې د خپلو کنګل شويو پيسو څخه د م م د غړيتوب فيس ورکړي.
د ايران د اسلامي جمهوريت اژانس د خطيب زاد په حواله وويل، په دې وروستيو کلونو کې، که څه هم امريکا پر ايران يو اړخيز بنديزونه لګولي خو ايران بهر ته د پيسو لېږلو ډېرو محدوديتونو سره سره م م ته د غړيتوب فيس ورکړي. اوس ايران پلان لري چې په کوريا جمهوريت کې د خپلو کنګل شويو پيسو څخه د م م د غړيتوب فيس ورکړي او د دې لپاره د دغه هېواد او د م م د منشيانو دفتر تر منځ تماس روان دی.
م م په دې وروستيو کې اعلان کړی، له دې امله چې د ايران په ګډون څو هېوادونو د م م د غړيتوب فيس نه دی ورکړی، دغه هېوادونه به د م م په اړوندو غونډو کې د رايې ورکولو حق له لاسه ورکړي. (شکريه)