شي جين پينګ د بېجينګ د اولمپيک او پرالمپيک ژمنيو لوبو لپاره له تياريانو څخه ليدنه وکړه
CRI2021-01-19 10:22:35
شريکول:

 

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي شي جين پينګ د جنورۍ په ۱۸مه نېټه د بېجينګ د اولمپيک او پرالمپيک ژمنيو لوبو د تياريانې له کارونو څخه ليدنه وکړه. هغه په وار سره د بېجينګ ښار په های ديان سيمه کې د پلازمېنې سټېديوم او د دغه ښار په يان چينګ سيمه کې له جنګو غرونو نه د سکي وهلو لوبې دولتي مرکز او د ښويدنې لوبې دولتي مرکز (National Silding Center)ته تللی، هلته يې د سټېديوم جوړولو او د لوبغاړو د تمرين کولو حالت په اړه معلومات تر لاسه کړل او له لوبغاړو، ښوونکو او کارکوونکو څخه يې د هغوی د حال پوښتنه وکړه.

نوموړي په کاپيټو لوبغالي کې د يخ ښووېيدنې د ملي ټيمونو تمرينونه وکتل او د بېجينګ د ۲۰۲۲ کال د المپيک ژمنيو لوبو په جوړېدو يې ډېر باور وښود.

شي جين پينګ د بېجينګ ښار په يان چينګ سيمه کې د یادو لوبو د واورو ښووېيدنې سياليو له ميدانونو څخه هم ليدنه وکړه او ويې ويل، چې د دغو لوبو د ترسره کېدو له لارې بايد په چين کې د يخ لوبو په تېره بيا د واورو ښووېيدنې لوبو د سويې د لوړولو لپاره هڅې وشي.   

دا له ۲۰۱۷ کال راهيسې د شي جين پينګ څلورم ځل دی، چې د بېجينګ د ۲۰۲۲ کال د المپيک ژمنيو لوبو له تياريانو څخه لېدنه کوي. 

چين به د ۲۰۲۲ کال د المپيک او پرالمپيک ژمنيو لوبو کوربه وي او په دغه هېواد کې د دغو لوبو لپاره د لوبغاليو او زېربناوو د جوړولو کارونه د کرونا وبا له منفي اغېزو سره سره بيا هم په ټاکلي وخت بشپړ شوي دي

( سپوږمۍ)