د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د جنورۍ په ۱۸مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د منځنۍ اروپا پر وخت د ۱۸مې نېټې د شپې تر ۱۰ بجو او ۳۸ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۵۸۸۳۲۵ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۹۳۸۰۵۶۱۲ ته رسېدلی او د مړه شويو کسانو شمېر ۱۱۱۳۶ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۲۰۲۶۰۹۳ ته رسېدلی دی.
( سپوږمۍ)