هوا چون ينګ: د مايک پمپيو لخوا د کرونا ويروس د سرچينې په پلمه پر چين يو ځل بيا تور لګونه د ده وروستۍ ليوالتيا ده
CRI2021-01-19 10:23:17
شريکول:

د چين د خارجه وزارت وياندې هوا چون ينګ د جنورۍ په ۱۸مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې د کرونا ويروس د سرچينې په پلمه پر چين د امريکا د برحاله خارجه وزير مايک پمپيو لخوا يو ځل بيا تور لګونې په اړه څرګنده کړه چې دا د دروغ جوړونکي په توګه د ښاغلي مايک پمپيو وروستۍ ليوالتيا ده.

مايک پمپيو په دې ورځو کې د امريکا د خارجه وزارت په رسمي ويبپاڼه کې د يوې اعلامي او د واقعيتونو د يو ليست په خپرولو سره بې دليلې خبرې وکړې چې چين د کرونا ويروس د سرچينې موندلو مخنيوی او غير واقعي تبليغات کوي. وياندې هوا چون ينګ په دې اړه څرګنده کړه چې د تش په نامه د واقعيتونو ليست د امريکا له خوا په عمدي ډول جوړ شوی له درواغو څخه ډک ليست دی، ترې د عامو خلکو ژوند ته د پام نه کولو، له علومو څخه د سرغړونې، د سياسي توطيې د جوړولو او د سياسي ويروس د خپرولو په اړه د ځينو امريکايي سياستوالو رويه څرګندېږي.

( سپوږمۍ)