د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د جنورۍ په ۱۸مه نېټه په کلنۍ ويډيويي خبري ناسته کې وويل چې روسيه او چين ډېرې نژدې ستراتيژيکې اړيکې لري.
لاوروف په همدې ورځ د سين هوا خبري اژانس د خبريال پوښتنو ته د ځوابونو ورکولو په وخت کې د روسيې او چين د اړيکو ډېره ستاينه وکړه او ويې ويل چې روسيه او چين د م م په چوکاټ کې د ډېرو مشخصو مسئلو په اړه نژدې همکاري کوي ، دا همکاري د نړيوالو قوانينو د ساتنې لپاره د دواړو هېوادونو د ګډې ارادې پراساس ده.
(ليلا)